لاس رسیدونکی لینک

 
پنجاب کې د سرګودها پوهنتون د پروفېسر جسد په هتکړو کې
تازه خبر

پنجاب کې د سرګودها پوهنتون د پروفېسر جسد په هتکړو کې


د پنجاب صوبې د سرګودها پوهنتون د پروفېسر ميا جاوېد احمد د مړي (جسد) داسې عکسونه په سوشل ميډيا خپاره شوي چې زنه يې تړل شوې خو لاسونو ته يې هتکړۍ پرتې دي.

د ځايي ميډيا د راپورونو ترمخه د سرګودها پوهنتون پروفېسر د غېر قانونه کېمپسونو جوړولو په تور د احتساب قامي ادارې (نېب) نيولی او هغه پرون د لاهور په زندان کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د لاهور د زندان چارواکو ويلي بندي پروفېسر د زړه د ناروغۍ سره مخ ؤ، هغه سروسز روغتون ته وړل شوی او په رسېدو يې ډاکټرانو د هغه د مړينې پخلی کړی دی.

په ټولنيزو رسنیو د ميا جاوېد د جسد عکسونو خپرېدو ته سخت غبرګون ويل شوی دی.

ژورنالسټ طلعت حسېن په ټويټر ویلي،

"د احتساب په نوم د وايس چانسلر وژونکو ته شرم پکار دی، دې نظام ته هم شرم پکار دی چې د توازن نوم څيز پکې نشته، دا عکس ډېر د افسوس او شرمناک دی".

د ملاله يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزي په ټويټر ویلي،

"د راؤ انوار او احسان الله احسان په تناظر کې چې وګورې نو...دا د يو پروفېسر نا په هتکړو کې د تړلي انصاف مړی دی".

ژورنالسټې عاصمه شېرازي ويلي،

"يو استاز چې ترهګر نه ؤ، يواځې د بډو رشوتونو تورونه ؤ پرې په هتکړو کې يې ژوند د لاسه ورکړو، مونږ څنګه قوم يُو او چې څه زمونږ سره کيږي مونږ د دې قابل يُو".

راپورونه وايي د پنجاب صوبې اعلی وزیر او د بشري حقونو د سېنېټ کمېټۍ د پېښې نوټس اخيستی او رپوټ يې غوښتی دی.

د نېب چارواکو ويلي د اکتوبر په مياشت کې نيول شوی پروفېسر يې جېل ته په صحت مند حالت کې لېږلی ؤ.

ويل شوي د جاوېد سره د پوهنتون پينځه نور پخواني چارواکي هم د غېرقانونه کېمپسونو جوړولو په تور نيول شوي دي.

راپورونه وايي د پروفېسر د جسد نن طبي معاينه کولی شي چې د هغه د مړيني وخت او علت مالوم کړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG