لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ په ۱۷۱ منظور شوؤ قوانينو کې يواځې ۷۶ عملي شوي


د خېبرپښتونخوا حکومت صوبايي اسمبلۍ ته ويلي د کال ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۸ پورې ۱۷۱ قوانين منظور کړي خو يواځې ۷۶ يې عملي کړي او ضابطې يې جوړې دي.

ويل شوي ۹۷ قوانين تش منظور کړی شوي نور اصول يې نه دي جوړ شوي.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې تېر کال پينځه کاله د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت ؤ دغه ګوند اوس هم په صوبه کې حکومت لري.

په اسمبلۍ کې د اپوزيشن غړي عنايت الله ويلي، تش په نوم قانون منظورول او جوړول هيڅ معنی نه لري چې څو پورې عملي شوی نه وي.

هغه وايي تراوسه پورې د دغو قوانينو هیڅ اصول نه دي وضع شوي نو دا به څنګه په عمل کې راوستلی شي.

د مخالفه ګوندونو خوشدل خان هم ويلي، دا قوانين اسمبلۍ جوړوي خو د دې لاندې ادارې، کمېشنونه نه شي جوړېدی څو پورې چې ضابطې او اوصول نه وي وضع شوي.

هغه ويلي بايد په دغه د اړوند د محکمو نه تپوس وشي چې دا اوصول ولې نه دي جوړ شوي.

د مخالفه ګوندونو د پوښتنو په ځواب کې د قانون وزير سلطان خان ويلي، چې وزيراعلی د کابينې د راتلونکې غونډې پورې ټولو محکمو ته د ضابطو جوړولو ويلي او د خنډ جوړؤنکو پرضد به محکمانه کارروايي کولی شي.

په اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو د واک اؤټ او احتجاج په مهال په صوبه کې د روغتونونو د څارنې قانون د ۲۶ بدلونونو سره منظور کړی شو.

خو د مخالفه ګوندونو سردار حسېن بابک وويل، دا قانون دومره نيمګړی ؤ چې تراوسه پورې پکې حکومت درې ځله بدلونونه کړي او پکار وه چې د قانون جوړولو نه وړاندې د اپوزيشن او اړونده خلکو څخه رايې واخيستل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG