لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور پریس کلب الیکشن کې خبریالان په کومو شرائطو ووټونه ورکوي؟


پېښور پریس کلب کې سبا دخالي په ورځ کلیزې ټاکنې کیږي اؤ ددغو ټاکنو دپاره دصحافیانو بیلابیلې ډلې په میدان ولاړې دي خو دپېښور پریس کلب مهم مشران بیا دا خبره مني چې‌ دې ټاکنو کې دخاورې په امنیت ،سیاست،اقتصادي وضعیت اؤ حقونو هیڅ خبره نه کیږي اؤ په شخصي ګټو له کلب له غړو ووټونه غوښتل کیږی.

دکال ۱۹۶۴نه فعال پېښور پریس کلب د نړۍ هاغه یوازینی پریس کلب دی چې په کال۲۰۰۹م کې پرې طالبانو ځانمرګي برید کړی ؤ چې په دغه برید کې خبریالانو،امنیتي اؤ انتظامیي مامورینو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .

هرکال د دسمبر په وروستیو ورځو کې دپېښور پریس کلب انتخابات کیږي اؤ کله چې په دې کلب ځانمرګي برید کیدلو هغه هم د انتخاباتو ورځې وې.

دپېښور پریس کلب مرستیال صدر اؤ وتلی خبریال اصف نثار غیاثي وایي پېښور پریس کلب د صوبې د نورو کلبونو د مور حیثیت لري اؤ د صوبې په سیاست،امنیت اؤ ټولنیز ژوند ددې کلب د فعالیتونو بې کچه اغیزې دي.

خو اصف نثار بیا ګیله کوي چې هرکال کله ددې کلب انتخابات کیږي نو صحافتي ډلې په انتخابي کمپائن کې نه خو دصوبې په حقونو، امنیت اؤ اقتصادي وضعیت خبره کوي اؤ نه صحافیان په دې خبره کې خوښي لري چې په لویې، مهم اجتماعي منشور خپل ووټ کومې صحافتي ډلې ته ورکړي.

د اصف نثار په وینا دلته هره ډله د انتخاباتو په مهال صرف دا وعدې کوي چې که مونږ بریالي شو صحافیانو ته به پلاټونه ورکوؤ ، موټر سائیکلې به ورکوؤ اؤ داسې واړه واړه لالچونه نور ورکول کیږي خو دصوبې اجتماعي وضعیت هډو ددې کمپائن برخه نه جوړیږي.

کاشف الدین سید چې یو سنئیر صحافي اؤ دپښتو دیو شخصي ټي وي چینل نطاق یا اینکر پرسن دی وایي دا دصحافتي مشرانو ناکامي ده چې دپریس کلب الیکشن یې تر موټر سائیکلو اؤ پلاټونو محدود کړی خو په دې نکته یې تر اوسه هډو د سوچ کولو زحمت نه دی کړی دپېښور پریس کلب په صوبه کې څومره ارزښت لري اؤ ددې کلب نه د صوبې دښېګړې دپاره څومره ګټې اخستل کیدلی شي؟

هغه وویل دپېښور پریس کلب دننه که د خبریالانو د روزنې پروګرامونه راجوړیدل پیل شي.علمی، ادبي، اؤ څيړنیز ورکشاپونه اؤ سیمینارونه راجوړیږي، سیاسي بحث مباحثې پیل کیږي نو ددې اثرات نیغ په نېغه ددې خاورې اؤ اولس په ژوند کیږي خو له بده مرغه اوس دلته داسې څه په نظر نه راځي.

خو خبریال اصف نثار بیا وایي چې د صوبې داجتماعي وضعیت نه دخبریالانو لاتعلقۍ کې هم دصوبې دسیاسي ډلو لاس دی ځکه چې اوس دپېښور پریس کلب ته د بهر نه دسیاسي ډلو سره د تړون سوچونه راننوتلي اؤ ددغو سیاسي ډلو نه چې څنګه اولس مړه خوا دی ،داسې ترې خبریالان هم مړه خواه دي.

هغه وایي پېښور پریس کلب د ټولې صوبې د پرپس کلبونو مور ده اؤ کله چې به په تیرو مارشل لایي وختونو کې چا په سیاست یا جمهوریت خبره نه شوه کولی نو هم دا پېښور پریس کلب ؤ چې د جمهوریت اؤ د ولسي حقونو دپاره به ترې غږ پورته کیدلو خو افسوس چې دلته اوس هغه فکر پاتې نه شو اؤ دپېښور خبریالان اوس دصوبې په اجتماعي وضعیت د خبرې کولو پځائ دې خبرې ته ارزښت ورکوي چې “ماته به څه ترلاسه کیږي”

کاشف الدین سید وایي که چرې نن هم د پېښور مشران خبریالان دپېښور پریس کلب سیاست د صوبې په مجموعي حالت پسې وتړي نو نه یوازې ددې خاورې اؤ اولس د زیاتو محرومیو مخه به ونیسي بلکې دخبریالانو صحافتي مقام اؤ معاشي کچه به هم ورسره لوړه شي.

دخیبر یونین اف جرنلسټس پخوانی ستر سکتر محمد نعیم وایي پېښور پریس کلب ته دا ویاړ هم په برخه دی چې که په پاکستان کې هرشان حالت وي، پوځي اؤ مارشل لایي وختونه وي اؤ که بیړنی وضعیت خو دپېښور صحافیان هرکال په باقاعدګۍ سره دجمهوري لارې خپل الیکشن کوي.

هغه وویل دا ځل چې دپېښور پریس کلب الیکشن په څنګه حالاتو کې کیږي نو دا خبریالانو دپاره ډیر بوګنوونکي دي ځکه چې په زرګونو خبریالان د صحافتي ادارو څخه ویستل شوي، دزرګونو معاشونه تړل شوي اؤ د ګڼو نورو نوکرۍ په خطرو کې دي.

محمد نعیم وایي اوس به دپېښور پریس کلب نوې انتظامیه د یونین سره په ګډه دخبریالانو دحقونو اؤ ستونزو دپاره هم مټې رابډ وهي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG