لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د زرداري په ګډون د۱۷۲ مهمو شخصیاتو نومونه دسفري بندیز نوملړ ته واچول شول


دپاکستان دسترې محکمې په امر دجعلي بانکي اکاونټونو په قضیه کې د۱۷۲ مهمو شخصیاتو نومونه د سفري بندیزونو نوملړ ته اچول شوي چې په هغې کې دهیواد دپخواني صدر اؤ دپیپلز ګوند دمشر اصف علي زرداري اؤ دهغه د زوئ بلاول بوټو زرداري نومونه هم شامل دي.

ښاغلي زرداري حکومت ته په ډاګه کړې چې په هیڅ څه یې څوک ویرولی نه شي اؤ نه به دفشارونو له امله چاته سر ټیټ کړي .

د سفري بندیزونو په نوملړ کې د داصف زرداري د خور فریال تالپور،د سندهـ ایالت د وزیراعلی مرداد علي شاه، دپخواني وزیراعلی قائم علي شاه اؤ د زمکو د لویې. کاروباري ملک ریاض نومونه هم شامل کړل شوي دي.

نییره ورځ دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي وؤ چې مرکزي کابینې د۱۷۲ کسانو د نومونو دسفري بندیز نوملړ ته د وراچولو منظوري ورکړې وه .

هغه ویلي وؤ چا چې د قامي خزانې پیسې خوړلي هغوئ سره به دیوې یوې روپۍ حساب کیږي اؤ هیڅوک به دغبن پیسې هضم نکړل شي.

په دې وروستیو کې دپیپلز ګوند په یو شمیر مشرانو تورونه لګول شوي چې د بې نومه اکاونټونو نه یې په ناقانونه توګه په اربونو روپۍ د هیواد څخه بهر ویستلي دي خو د پیپلز ګوند مشران دا تورونه ردوي اؤ وایي حکومت یې په ضد انتقامي کارروائیو ته لاس اچولی دی.

د پیپلز ګوند تر څنګ د پخواني واکمن ګوند مسلم لیګ مشران میا نوازشریف اؤ شهباز شریف هم دا مهال دغبن په تورونو داحتساب محکمې نیولي اؤ زندانونو ته یې اچولي دي.

حکومتي وزیران پرله پسې دعوې کوي چې ډیر زر به نور مهم سیاسي مشران هم زندانونو ته واچول شي.

خو دمسلم لیګ نواز ګوند مشرانو اوړمه ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا پرمهال اعلان کړی ؤ چې دپارلیمان دننه داپوزیشن ډلو په ملتیا به د حکومت غورځولو دپاره مبارزه پیل کوي.

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري ویلي هغوئ د حکومت د غورځولو دګواښونو څخه نه ویریږي اؤ داحتساب عمل ته به دوام ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG