لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: امریکا دې هله خپل پوځ کم کړي چې د افغانستان د امن بشپړ ضمانت ورکړي


واشنګټن ډي سي ــــ له افغانستانه د خپلو نیمایي پوځونو د امکاني ایستلو په اړه د امریکې د حکومت وروستي اعلان ته که پاکستان او خپله طالبانو هرکلی ویلی، خو پاکستاني مطبوعات او سیاسي څېړونکي دا نه یواځې د افغانستان بلکې د سیمې لپاره هم یو چېلنج ګڼي او وایي که امریکا بې وخته له افغانستانه ووځي دا به سیمه په خطر کې واچوي.

د پاکستان د انګرېزي ژبې ورځپاڼې ډان پخپله نننۍ اداریه کې لیکلي، چې د افغان سولې بهیر- چې بهرني او داخلي قوتونه یې مرسته کوي- د پاکستان لپاره هم یو چېلنج دی. اداریه لیکي، که مطبوعاتي رپوټونو ته وکتل شي نو امریکا له افغانستانه د وتلو په بیړه کې ده، خو وایي په افغانستان کې د بشپړ امن تر راتګ مخکې د امریکایي پوځونو ایستل به نه یواځې پر افغانستان بلکې پر ټوله سیمه ناوړه اغېز ولري.

د پاکستان سیاستوال او د چارو څېړونکي هم د ولسمشر ټرمپ وروستي اعلان اندېښمن کړي او د جګړې په ډګر کې د هغه وروستي ناڅاپي بدلونونه یې د تمې خلاف ګڼلي دي. د عوامي نېشنل ګوند یو مشر میا افتخار وایي، که امریکا، روس، چین، ایران، افغانستان او پاکستان ټول په اعتماد کې وي نو امکان دی چې د سولې خبرې کامیابې شي:

"امریکا به دا خبره یقیني کوي چې که له افغانستانه ځي نو دا به ګوري چې ایا افغان پوځ یې دومره رزولی دی چې خپل ملک وساتي، آیا د دوی لپاره یې نړیوال حالات داسې سازګار کړي دي چې افغانستان دې په امن پاتې شي؟ که داسې وي نو بیا به کامیاب وي".

د ډان اداریه لیکي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قرېشي چې وروستي سفرونه کړي، په افغان سوله کې د منځګړیتوب تګلاره یې ښکاره ده، خو وایي دا نه ده څرګنده چې پاکستان څومره پلان او وړتیا لري، چې په افغانستان کې د امن لپاره د سیمې لېوالتیا تر لاسه کړي.

اداریه وایي، شل کاله وړاندې چې د بون کانفرنس په مهال د اوسني افغانستان لپاره تګلاره جوړېده نو طالبان ترې بهر ساتل شوي وو او دغې غلطۍ دغه سیمه دوې لسیزې له جګړې سره مخامخ کړه. د سیاسي چارو څېړونکی فضل الرحیم مروت وایي، د سولې له اوسني بهیره چې افغان حکومت بهر ساتل کېږي نو زړې غلطۍ بیا تکرارېږي:

"دا خبرې پاکستان هم تایید کړې دي او زلمي خلیلزاد هم خپلې هڅې تېزې کړې دي، چې آیا طالبان په حکومت کې برخه غواړي او آیا هغوی د افغانستان اساسي قانون، پارلمان او ادارو ته احترام لري که یې نه لري او دوی د افغانستان د شهري په حیث حقوق غواړي او خپلې ذمه وارۍ مني که یې نه مني".

په افغانستان کې د سولې او پخلاینې وروستۍ هڅې په سیمه کې عموماً او په افغانستان کې خصوصاً د یو سوله ییز افغانستان هیلې زیاتوي. یو افغان تاجر نعمت الله بهیر وایي:

"که امریکا وي او که بل کوم هېواد وي چې کوشش وکړي د طالبانو او حکومت تر منځ ستونځې حل کړي، موږ دې ته په مثبت نظر ګورو او زموږ د ټولو افغانانو دا هیله ده چې په افغانستان کې نور جنګ ختم شي. که هر بهرنی څوک راځي او پر دې کار کوي چې غواړي په افغانستان کې سوله راشي موږ یې هرکلی کوو".

څېړونکي دا هم وایي چې تر اوسه په افغانستان کې د امریکایي پوځونو د امکاني کموالي په اړه یواځې مطبوعاتي رپوټونه خپاره شوي دي او تر اوسه د امریکې حکومت، د بهرنیو چارو وزارت یا کوم مهم شخص د دې اعلان پخلی نه دی کړی.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG