لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د "مونږ یو دخیبر زلمي پښتو زمونږه شان دی"شاعر یونس قیاسي وفات شوی


د پښتو وتلی ډرامه نویس،شاعر اؤ صحافي یونس قیاسي د ۷۶ؤ کالو کې په پېښور کې وفات شوی اؤ د پېښور په رحمان بابا مقبره کې خاورو ته سپارل شوی دی.

یونس قیاسي دهزار خوانۍ سیمې اوسیدونکی ؤ اؤ دې فلمي سندرې یې دپښتنو دملي ترانې حیثیت موندلی ؤ‌ چې “مونږ یو د خیبر زلمي پښتو زمونږه شان دی/ مونږه پښتانه یو په وطن مو ځان قربان دی”

د پښتو دکلاسیکي فلم دره خیبر دپاره د یونس قیاسي لیکلې دغه سندرې باندې په یو وخت کې ډیر کړکیچن یا متنازعه بحثونه هم په مطبوعاتو اؤ ادبي محفلونو کې شوي وؤ .

یو شمیر خلکو دعوه کوله چې دغه سندره ارواښاد اجمل خټک لیکلې وه خو ښاغلي خټک پخپل ژوند په واضحه توګه داسې هیڅ دعوه نه وه کړې چې ګنې دغه سندره دهغه تخلیق دی.

ښاغلي یونس قیاسي تر ۳۰ؤ‌ پورې د ټي‌ وي پښتو ډرامې اؤ‌ فلمونه هم لیکلي وؤ اؤ ددې ترڅنګ یې د ګڼو مشهورو فلمونو مکالمې اؤ‌ سندرې هم لیکلې وې.

هغه ته د پاکستان حکومت دادب اؤ صحافت څانګو کې په غوره خدماتو صدارټي ایوارډ‌ هم ورکړی ؤ.

نوموړي دپاکستان دبیلابیلو ورځپاڼو دپاره کالمونه اؤ سیاسي تجزیې هم لیکلې خو دغه کالمونه به یې زیاتره په اردو ژبه وؤ.

یونس قیاسي د تیرو لسو کالو راهسې د دمې په ناروغتیا اخته ؤ اؤ دجمعې اؤ‌ خالي په مینځ شپه یې ساه ورکړه.

دهغه نه یو زوئ اؤ‌ درې لوڼه یتیمانې پاتې شوي دي.

دپښتو وتلي شاعر اؤ‌‌ لیکوال روښان یوسفزي د یونس قیاسي مړینه د پښتو ادب دپاره یو لویې زیان ګرځولی اؤ ویلي یې دي هغه چې پښتو ته څومره بامقصده ډرامې ،فلمونه اؤ سندرې ورکړي هغه به ټول عمر په پښتنو یونس قیاسي یاد ساتي.

ډیوه نیوز سره خبرو کې روښان یوسفزي وویل یونس قیاسي دا خاصه لرله چې په پښتو کې یې د اردو نه دلوړ فکر ادب تخلیق کړی اؤ په اردو کې یې دپښتو نه غوره تخلیقات کړي دي.

هغه وویل د صحافت په څانګه کې هم ښاغلي قیاسي زیات خدمات ترسره کړي اؤ مدام یې پخپلو کالمونو کې دپښتنې خاورې اؤ اولس د انساني، ائیني اؤ جمهوري حقونو دپاره غږ پورته کړی د

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG