لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپینه ماڼۍ:صدر ټرمپ افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو د وتلو امر نه دی کړی


دامریکا سپینې ماڼۍ په ډاګه کړې چې صدر ډانلډ ټرمپ افغانستان څخه دامریکايي ځواکونو د وتلو امر نه دی کړی اؤ نه یې هم د خپلو پوځیانو دشمیرې کولو څه اراده ښکاره کړې ده.

تیره اوونۍ په نړیوالو رسنیو کې داسې راپورونه مخې ته اغلي وؤ چې صدر ډانلډ ټرمپ پوځ ته امر کړی چې دافغانستان څخه اووه زره پوځیان وباسي.

امریکایي خبري ادارې بلوم برګ وایي دامریکا د ملي امنیت دشورا ویاند ګیرټ مارکیوس د یو برېښنا لیک یاایمیل دلارې خپل بیان کې ویلي دي چې صدر ټرمپ داسې هیڅ اراده نه ده ښکاره کړې چې ګنې امریکایي ځواکونه دې یا خو له افغانستان څخه بیرته راوبلي اؤ یا یې په شمیره کې کموت راولي

تیره وونۍ د امریکا ددفاع د محکمې د یو چارواکي له خولې په نړیوالو مطبوعاتو کې دعوه شووې وه چې دامریکا ددفاع محکمې افغانستان کې د موجودو۱۴۰۰۰ پوځیانو څخه د ۷۰۰۰ پوځیانو د ویستلو پرېکړه کړې ده.

په افغانستان کې دامریکایي ځواکونو کمانډر جنرال اسکوټ مېلر هم واضحه کړې ده چې هغه ته افغانستان کې دپوځ په شمیره کې دبدلون په اړوند هیڅ امر نه دی شوی.

تیره اوونۍ په مطبوعاتو کې افغانستان کې دامریکایي ځواکونو دشمیر کمولو په اړوند د راپورونو مخې ته له راتلو وروسته داسې انګیرل کیدله چې ګنې په متحده عرب اماراتو کې د امریکایي استازي اؤ طالبانو ترمینځ دشوؤ خبرو په نتیجه کې امریکا افغانستان څخه خپل څه پوځيان ویستل غواړي.

طالبانو هم د اماراتو له خبرو وروسته پخپله اعلامیه کې ویلي وؤ چې هغوئ زلمي خلیلزاد سره افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو په ویستلو غږیدلي دي،

خو اوړمه ورځ د سي این این ټي وي سره یوه مرکه کې په افغانستان کې دامریکایي ځواکونو کمانډر جنرال مېلر ویلي وؤ چې تر څو افغانستان کې سوله نه وي رامینځته شوې تر هغې به په دغه هیواد کې جګړه دوامداره وي.

طالبانو هم دوه ورځې وړاندې پخپله یوه اعلامینه کې ګواښن کړی ؤ چې که امریکا دافغانستان څخه ونه وتله نو د شوروي ائتلاف په څير د سرنوشت سره به مخ شي

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG