د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي د قطر يو ورځنی سفر کړی او د دغه هېواد د وزيراعظم شېخ عبدالله او مرستيال وزيراعظم سره يې ليدلي دي.
قرېشي ويلي، د قطر د سفر هدف يې دوه اړخيزه اړيکو ته وده ورکول او د افغانستان د سولې د عمل په لړ کې د پاکستان د ګامونو څخه د قطر خبرول ؤ.
د قطر د سفر نه وړاندې هغه ويلي، قطر په تېر وخت کې هم د افغانستان د سولې او روغې جوړې په لړ کې خپل رول ترسره کړی دی ځکه هغه يې په تازه پرمختګ خبرول غواړي.
روانه مياشت په متحده عرب اماراتو کې طالبانو د امریکا لخوا د افغانستان د سولې د خبرو دپاره ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره ليدلي وو.
په متحده عرب اماراتو کې د ليدنې وروسته قرېشي د چين او افغانستان سفرونه هم کړي وو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ویلي پاکستان د سيمې د هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او قطر د دې سيمې مهم هېواد دی.
په قطر کې د کال ۲۰۱۳م راهسې د طالبانو سیاسي دفتر جوړ دی.
قرېشي ويلي پاکستان پرېکړه کړې چې د سيمې مهم دوست هېوادونه د افغانستان د سولې د خبرو په لړ کې په اعتماد کې واخلي.
شاه محمود قرېشي د کابل ترڅنګ، د بيجينګ، ماسکو او تهران سفرونه هم کړي دي.