لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپښتو ستر څېړنکار اؤ لیکوال ډاکټر اقبال نسیم خټک خاورو ته سپارل شوی


دپښتو ستر څېړنکار،لیکوال اؤ شاعر ښاغلی اقبال نسیم خټک چې تیره ورځ د۷۷ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی ؤ جنازه یې دپېښور پوهنتون په پروفیسر کالونۍ کې شوې اؤ هم په پېښور کې خاورو ته سپارل شوی دی.

ارواښاد اقبال نیسم خټک په خوشحال خان خټک دلمړی پي ایچ ډي یا دوکتوره کوونکي ویاړ په غاړه لرلو اؤ‌ په خوشحال پوهنه کې ورته د یو مستند اؤ معتبر څېړنکار حیثیت ترلاسه ؤ.

په خوشحال خان خټک دهغه د پي ایچ ډي د مقالې عنوان ؤ "خوشحال اؤ جمالیات" چې په لکونو زده کوونکو اؤ څیړنکارو ترې استفاده کړې ده.

هغه په کال ١٩٤٢ کې دخېبرپښتونخوا په کرک سيمه کې زيږيدلى و،اؤ دلوړې کچې د زده کړو وروسته یې دپېښور پوهنتون دپښتو څانګې د مشر په توګه هم خپلې ذمه وارۍ سرته رسولې وې.

ډاکټر خټک ګڼ شمير کتابونه ليکلي وو چې پکې خوشحال او جماليات،دُردنيا،درنګ و بو،قاقله. خوشحال خان خټک او داسلام روح شامل دي.

نوموړې د ښې اؤ معیاري شاعرۍ ترڅنګ يو شمير دچینایي ژبې لنډې کیسې یا افسانې هم پښتو ته ژباړلې وې،

داسلاميه کالج پوهنتون دپښتو ډيپارټمنټ دمشر ډاکټر اباسين له مخې ډاکټر خټک نه يوازې دا چې يو عظيم دانشور و بلکې هغه يو مينه ناک استاذ هم و،

داسلام اباد د قائداعظم پوهنتون دپښتو څانګې مشر اؤ د شلګونو څیړنیزو اؤ ادبي کتابونو خالق پروفیسر ډاکټر حنیف خلیل د اقبال نسیم خټک مړینه پښتو ژبې اؤ ادب دپاره یو ستر زیان بللی اؤ ویلي یې دي چې دهغه په څیر قابل شخصیات په یوه ټولنه کې په پیړیو وروسته پیدا کیږي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي حنیف خلیل وویل اقبال نیسم خټک صیب چې کوم په سلګونو شاګردان روزلي هغه نن پخپله د ژبې اؤ ادب ډير لویې استاذان دي اؤ دهغه ادبي خدمتونه به په پیړیو،پیړیو یاد ساتلی شي

XS
SM
MD
LG