لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم د عدم تشدد تحريک دی د حکومت سره دې خبرې وکړي، اصف غفور


د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور ويلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د عدم تشدد په لار روان تحریک دی او دوي خواهش لري چې د پي ټي اېم مشرتابه د خپلو خلکو د ګټې دپاره د حکومت سره خبرې وکړي.

د پوځ وياند يو شخصي ټي وي چېنل (ای ار وايي) سره په مرکه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړوند غږېدلی دی.

هغه وويل "پي ټي اېم د عدم تشدد په لار د غوښتنو سره روان دی او مونږ خواهش لرو چې د پي ټي اېم کوم مشران او خلک دي هغوي د رياست سره په ګډه د مخکني فېز نه راتېر شوي دي"، او اوس د سيمې خلکو ته د اسانتياؤ رسولو وخت دی.

"زه هيله کوم چې د پي ټي اېم مشرتابه به د خپلو خلکو د ګټې دپاره د حکومتي چېنل سره خبرې اترې وکړي او د هغوي د ښه والي دپاره به کار وکړي چې مونږ د يو والي سره مخ په وړاندې لاړ شو".

هغه وويل د خېبرپښتونخوا او پخوانۍ فاټا اوسېدونکو اول د ترهګرۍ مقابله کړې او بيا يې د پوځي عملياتو په وخت کډې کړي د خېبرپښتونخوا او قبايلي سیمې هره کوڅه اغېزمنه شوې ده "د پښتونخوا خلک د نړۍ زړور خلک دي".

اصف غفور تازه بيان په داسې حال کې ورکړی چې نوموړي نزدې يوه مياشت وړاندې په پینډۍ کې د خبري غونډې په مهال وویل، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ درې غوښتنې وې، د ماینونو پاکول، د چیک پوسټونو کمول او د بې درکو خلکو موندل، چې وایي ځینې پوره شوې او پر ځینو کار روان دی.

خو نوموړي ويلي ؤ اوس دا تحریک پر داسې خوا روان دی چې که تر "سرې کرښې" تېر شي نو پوځ به یې په ضد له زوره کار واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه وايي د پاکستان په ائين او چوکاټ کې غوښتنې لري.

اصف غفور ټي وي چېنل سره په خبرو کې زياته کړه د پخوانۍ فاټا خلک ډېر ځپل شوي دي او اوس د هغوي د بيا ودانۍ وخت راغلی دی او که دوي اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په شکل کې خپلې جايزې غوښتنې راوړي نو په دې کې هيڅ خبره نشته.

تېر کال په پېښور کې د حکومتي استازو او پښتون ژغورنې غورځنګ ترمنځ څو ځله ناستې شوې خو د جولايۍ په مياشت کې بيا پي ټي اېم د خبرو نه لاره جدا کړې او ويلي يې ؤ چې د حکومتي استازو په نوم ډله واک اختیار نه لري.

د افغانستان په اړوند پوښتنې ته په ځواب کې د پوځ وياند وويل،

پاکستان تل په افغانستان کې سوله غوښتې او اوس غواړي چې امریکا د افغانستان نه په داسې حال کې ونه ووځي چې خلا پاتې شي او دغه هېواد په خپلو پښو ونه دريږي دغلته دې د بيا ودانۍ او پرمختګ کار دوامداره پاتې شي.

هغه وويل "بې ثباته افغانستان د پاکستان په ګټه نه دی".

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG