لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ:مونږ دزرګونو میله لرې نه جګړه کوو،پاکستان،روسیه اؤ هند باید دې جګړې ته رامخکې شي


دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ په پاکستان، روس اؤ هند غږ کړی چې افغانستان کې دطالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ضد وجنګیږي.

د صدر ټرمپ وینا ده امریکا چې زره میله لرې نه افغانستان کې دترهګرو سره په جګړه بوخته ده نو پاکستان،هند اؤ روس خو په دغه سیمه کې دي،دوئ دترهګرو په ضد جګړې ته راوړاندې شي.

تیره ورځ دکابېنې له غونډې وروسته خبریالانو ته صدر ټرمپ په یو شمیر هیوادونو نیوکې وکړې چې دامریکا څخه ګټې ترلاسه کوي خو دافغانستان په بیا رغونه هغه شان مرسته نه کوي څنګه چې پکار ده.

هغه په هند ټینګار وکړو چې باید نیغ په نېغه دافغانستان جګړه کې ځان ورګډ کړي خو واضحه یې نه کړه چې دغه جګړې ته ورګدیدل باید په څه رقم وکړي؟

صدر ټرمب وویل “طالبان اؤ داعش دواړه زمونږ دښمنان دي باید پرېږدو چې دوئ پخپلو منځونو کې وجنګیږي،مونږ یې ولې مینځ ته ورشو”

ددغو خبرو په مهال صدر ټرمپ په پاکستان هم سختې نیوکې وکړې چې پخپله خاوره کې یې دامریکا دښمن ته ځائ ورکړی ؤ اؤ هیڅکله دامریکا سره ریښتونې نه وه ځکه پرې امریکا شاوخوا یو نیم میلیارده ډالر مرستې وتړلې.

خو هغه دا هم وویل چې اوس غواړي دپاکستان نوي حکومت سره وویني اؤ ښې اړیکې ورسره ولري.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان يوه مياشت وړاندې ویلي ؤ چې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې د يو خط د لارې د افغان طالبانو سولې ته په اماده کولو کې مرسته غوښتې ده.

او په تېرو دوه مياشتو کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د صدر ټرمپ ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د کابل، اسلام اباد او متحده عرب اماراتو سره د نورو هېوادونو سفرونه هم کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG