لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دایران مرستیال خارجه وزیر اشرف غني ته طالبانو سره دخبرو احوال ورکړی


په یوه میاشت کې دننه دایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ښاغلي عباس عراقچي په دوهم وار دافغانستان سفر کړی اؤ دافغانستان ولسمشر اشرف غني سره یې دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ دسولې ترڅنګ په نورو مهمو چارو خبرې اترې کړي دي.

دشنبې په ورځ دعراق مرستیال خارجه وزیر کابل ته خپل دغه سفر وروسته له هغې کړی چې روانه اوونۍ طالبانو دتهران په سفر کې ایراني چارواکو سره افغانستان کې د سولې په روان بهیر خبرې اترې کړې وې.

د افغانستان طلوع ټیلي ویژن د افغانستان د صدارتي ماڼۍ دمطبوعاتي څانګې لخوا دخپور شوي خبر په اساس ویلي چې په دغه لیدنه کې “دولت په دولت د هر اړخیزو مناسباتو اهمیت، د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې بهیر او د چهابهار بندر د غوره استفادې په اړه”خبرې اترې وشوې.

په خبر کې راغلي چې د ایران دبهرنیو چارو مرستیال وزیر ښاغلي عراقچي طالبانو سره د ایراني چارواکو د وروستۍ لیدنې په اړه ولسمشر غني ته رپورټ ورکړو او د افغان سولې په اړه د افغانانو پر مشرۍ او مالیکت اصل ته یې د خپل دولت له ژمنتیا ډاډ ورکړو.

تر دې څو اوونۍ وړاندې هم ښاغلي عراقچي په کابل کې دافغان دولتي چارواکو سره لیدنې کړې وې اؤ هغوئ سره یې دافغانستان د سولې په روان بهیر خبرې اترې کړې وې.

کابل ته دعراقچي د تیر سفر وروسته د دسمبر په وروستیو کې د طالبانو یو پلاوي هم تهران ته سفر کړی ؤ دغلته یې ایراني چارواکو سره افغانستان کې دسولې په اړوند پخپل دریځ خبرې کړې وې.

ددغې لیدنې وروسته دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي وؤ چې په تهران کې دطالبانو اؤ ایراني چارواکو د ناستې مقصد دطالبانو اؤ‌ افغان دولت ترمینځ خبرو اترو ته لاره هوارول دي.

طالبان تر دې مهاله افغان دولت سره د مخ په مخ خبرو نه انکار کوي خو دریځ لري چې سولې ته به وروسته له هغې غاړه کښېږدي چې لمړی ټول بهرني ځواکونه د افغانستان څخه اوځي.

تیره اوونۍ په نړیوالو مطبوعاتو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي وؤ چې دامریکا صدر ډانلډ‌ ټرمپ افغانستان څخه اووه زره امریکایي پوځيانو ویستلو امر کړی خو دامریکا سپینې ماڼۍ واضحه کړې ده چې صدر ټرمپ داسې هیڅ امر نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG