لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دپوځي محکمو دفعالیت دمودې غځولو پرېکړه


د پاکستان د قانون د وزارت سرچینو ویلي حکومت په هیواد کې د پوځي محکمو دفعالیت د مودې غځولو پرېکړه کړې اؤ دقامي اسمبلۍ راتلونکې غونډې ته به ددغه مقصد دپاره د ائیني بدلون مسوده وړاندې کړل شي.

د ګل په ورځ دپاکستان یو شمیر رسنیو خبر ورکړی چې دپوځي محکمو دفعالیت موده به د نورو دوو کالو دپاره پراخه کولی شي اؤ د قانون وزارت په دې اړوند ائین کې د بدلون مسوده هم تیاره کړې ده.

پاکستان کې پوځي محکمې په شپږمه فرورۍ کال ۲۰۱۵م کې دائني بدلون په اساس وروسته له هغې ددوؤ کالو دپاره جوړې شوې وې چې په ۱۴م دسمبرکال۲۰۱۴م کې په پېښور کې په ارمي پبلک سکول یو ترهګریز برید کې په شلګونو ماشومان ووژل شول.

په کال ۲۰۱۷م کې ددغو محکمو دفعالیت ائیني موده سرته رسیدلې وه خو وروسته بیا د دوؤ نورو کلونو دپاره پوځي محکمو ته دپارلیمان لخوا دفعالیت اجازه ورکړل شوه.

تیره میاشت دپاکستان پوځ ويلي ؤ، پوځي عدالتونو ته ۷۱۷ مقدمې لېږل شوې ۵۴۶ پکې پوځي عدالتونو فېصله کړي ۳۱۰ ترهګرو ته د مرګ سزاګانې او ۲۳۴ ته د قېد سزاګانې اورول شوي دي.

ويل شوي تر دې دمه ۵۶ ترهګرو تېزندي کړی شوي دي.

پوځ ويلي په ۵۶ تېزندي کړی شوؤ ترهګرو کې پينځه هاغه هم دي څوک چې د پېښور په سکول بريد کې ککړ وو.

پاکستان کې د بشري حقونو نړیوال او سیمه ییز سازمانونه د پوځي عدالتونو په جوړولو د شورو څخه نیوکې کوي او وايي په دغو عدالتونو کې د قضيو اورېدنې پټې ساتل کيږي او تورنو کسانو ته د ځان سپيناوي موقعې نه ورکړی کيږي.

خو حکومت او پوځ وايي تورنو کسانو ته د سپيناوي پوره موقع ورکولی شي.

د هېواد تر ټولو لوی حکومت مخالفه مسلم لېګ نواز ګوند لا تر دې دمه د دغه حکومتي پرېکړې د ملاتړ یا مخالفت په هکله څه غبرګون نه دی ښودلی خو بل یو حکومت مخالفه پېپلز ګوند دا ځل د پوځي عدالتونو د معیاد غزولو په حق کې ووټ ورکولو نه انکاري دی.

په وروستیو کې په اسلام آباد کې د خبریالانو سره خبرو کې د ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي وو چې دوی به د پوځي عدالتونو پر ځای د ساتلو مخالفت کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG