لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لورالای چاوڼۍ اوسېدونکو د خپلو کورونو د خالي کولو په ضد احتجاج کړی


واشنګټن ـــ د بلوچستان د لورالای (بوري) سیمې په پوځي چاوڼۍ کې مېشتو خلکو د پاکستاني امنیتي ځواکونو د هغه خبرداري په ضد احتجاج کړی، چې له دوی څخه یې په دوو ورځو کې د خپلو کورونو د خالي کولو غوښتنه کړې ده.

د نهې- سه شنبې په ماسپښین په لورالای سیمه کې لسګونه کسان احتجاج ته را وتلي وو، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي هم پکې شامل وو. دوی د حکومت په ضد شعارونه ورکول او غوښتنه یې کوله چې د دوی د کورونو د نړول کېدو مخه دې ونیول شي.

په احتجاج کې شریکو خلکو وویل، چې په پوځي چاوڼۍ کې مېشت شاوخوا 200 کورونه په زوره ایستل کېږي. احتجاجي غونډې ته په وینا کې یوه ځایي اوسېدونکي ملک داد خان علیزي وویل:

"په دې شدید یخ کې کورونه په څلرویشت ګنټو کې په خلکو خالي کول چې ماشومان، ښځې او سپینږیري پکې شامل دي ډېره د افسوس خبره ده".

د ډیوه رېډیو خبریال حمید سمسور وایي، ملېشه ځواکونو د چاوڼۍ اوسېدونکو ته د تېرې اوونۍ تر هغه وسلوال برید وروسته د خپلو کورونو د خالي کولو امر وکړ، چې د یوه صوبیدار مېجر په ګډون د څلورو ملېشه عسکرو او څلورو وسلوالو په وژنه پای ته ورسېد. د دې برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د لورالای چاوڼۍ اوسېدونکو ته دوه کاله وړاندې د 2017م کال په جنورۍ میاشت کې هم د خپلو کورونو د خالي کولو امر شوی وو، چې په نتیجه کې یې دوی په پایتخت اسلام اباد کې څو ورځې پرله پسې احتجاج وکړ، چې ښځو او ماشومانو هم پکې ګډون کړی وو.

د لورالای د رساله لاین نومي ځای دغه اوسېدونکي وایي، دوی له تېرو پینځوسو کلونو په دغه ځای کې اوسېږي، خو اوس له خپلو کورونو ایستل کېږي او کورونه یې نړول کېږي، خو په بدل کې یې نه کومه معاوضه ورکول کېږي او نه د اوسېدو بل ځای ورکول کېږي.

د لورالای سرکاري چارواکو او ملېشه ځواکونو تر اوسه رسنیو ته د رساله لاین د کورونو د خالي کورو او نړولو په اړه څه نه دي ویلي، خو ځینې رپوټونه وایي چې کومو خلکو ته د کورونو د خالي کولو امر شوی، هغوی ته کورونه په اجاره (لیز) ورکړل شوي وو او خپلې مځکې یې نه دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG