لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمر داودزي په افغان سوله قریشي اؤ مولانا فضل الرحمان سره خبرې کړي


افغان پلاوی
افغان پلاوی

دافغانستان دسولې په چارو کې دافغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اؤ د سیاسي مذهبي ګوند دمشر مولانا فضل الرحمان سره لیدنې کړي اؤ افغانستان کې دسولې په روانو هڅو ورسره غږیدلی دی.

دپاکستان د دولتي راډیو له مخې دافغان ولسمشر ځانګړي استازي سره لیدنه کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي چې افغانستان کې دامن دټولې سیمې په ګټه دی همدغه لامل دی چې پاکستان دافغان امن دپاره کوټلی کردار ادا کوي اؤ نړیوالې ټولنې هم دپاکستان ددې هڅو هرکلی کړی دی.

دافغانستان د سولې دعالي شورا ویاند سید احسان طاهري چې داسلام اباد په سفر کې د عمر داودزي سره ملګری دی خبري اژانس پژواک ته یې ویلي چې دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنه کې دواړو لوریو افغانستان کې دسولې د روان بهیر په چټکتیا اؤ خپل منځني اړیکو دغځولو پر لارو چارو خبرې کړی دي.

سرچینې وایي دغه لیدنه کې افغان پلاوي دپاکستان د حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې په پاکستان کې باید دافغانستان اؤ پاکستان ددیني عالمانو یو ګډ کانفرنس راجوړ شي ترڅو د شریعت له مخې افغانستان کې روانه جګړه و ارزوي.

ښاغلي طاهري ویلي دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی چې ددغه کانفرنس په راجوړولو کې به پاکستان دخپله انده بشپړه مرسته اؤ همکاري کوي.

تر دې دمخه دغسې د دیني عالمانو کانفرنسونه په سعودي عرب، انډونیزیا اؤ کابل کې هم راجوړ شوي چې افغانستان کې روانې جګړې یې ناروا بللي اؤ دهغې د ودرولو غوښتنه یې کړې ده خو دافغان دولت په ضد په جګړه بوخت طالبان دریځ لري چې دغسې کانفرنسونه د امریکا په فرمائش جوړیږي اؤ هغوئ یې له غوښتنو منلو انکار کوي.

دافغانستان دسولې دشورا ویاند وایي پاکستان ته پخپل څلور ورځني سفر کې به افغان پلاوی دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه اؤ یو شمیر نورو سیاسي اؤ مذهبي مشرانو سره هم لیدنې کوي اؤ له هغوئ به وغواړي چې دطالبانو نیغ په نیغه افغان دولت سره مزاکراتو ته کښېنولو کې مرسته وکړي.

طالبانو په دې وروستیو کې افغانستان کې سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد سره درې کرته لیدنې کړي خو دافغانستان د دولت استازو سره له لیدنې انکار کوي.

طالبان دریځ لري چې افغانستان کې دجګړې اصل لوری امریکا ده اؤ افغان دولت سره خبرې هیڅ ګټه نه لري ځکه نو هغوئ نیغ په نېغه امریکا سره خبرې کول غواړي.

خو امریکایي چارواکي اؤ دافغانستان ولسمشر اشرف غني بیا وایي چې افغانستان کې د سولې په اړوند هر رقم خبرې کیږي مالکیت به یې دافغانانو سره وي.

بل لوري ته دپاکستان په سفر تللي افغان دولتي پلاوي پرون دپاکستان دیو سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام دمشر مولانا فضل الرحمان سره هم لیدل کتل کړي دي.

دجمعیت علماء اسلام لخوا دخپور شوي بیان له مخې په دغه لیدنه کې ښاغلي عمر داودزي مولانا فضل الرحمان ته د ولسمشر اشرف غني یو ځانګړی پیغام هم سپارلی دی.

سرچینې وایي چې په دغه لیدنه کې هم افغان پلاوي پاکستان کې دافغانی اؤ‌پاکستاني دیني عالمانو دګډ کانفرنس راجوړولو ترڅنګ د سولې روانه پروسه کې دخپل کردار اداکولو غوښتنه کړې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG