لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست: وزیرستاني کډوال له افغان حکومت او نړیوالو ادارو نه د کډوالۍ قانوني اسناد غواړي


د افغانستان په سویلي خوست ولایت کې وزیرستاني کډوال وايي د کډوالو په دې کېمپ کې د مرسته کوونکو ادارو لخوا د ژوند اساسي خدماتو د نه ورکولو له امله د ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

کډوالو له ډيوې سره په خبرو کې له هغو مهمو ستونزو یادونه وکړه چې په وینا یې هوارېدل یې د انساني خواخوږی له مخې افغان حکومت او د مرسته کوونکو ادارو پرغاړه دي.

وزیرستانيکډوال عبدالله نور وویل "​د خوراکي توکو د مرستو اندازه د تېر په پرتله ۸۰ فیصده کمه شوې، سکول لرو تر شپږ جومات پورې په هغه کې هم زمونږ بچیان نه ځاييږي له شپږم ټولګي وروسته ماشومان مو له زده کړو بې برخې پاتې کیږي او په دې کېمپ کې د اوبو کموښت دی کیندل شوې د اوبو دوه برمې زمونږ اړتیاوې نه شي پوره کولی"​.

عبدالله زیاته کړه افغان حکومت او د کډوالونړیواله اداره دې د کډوالۍ ژوند قانوني کړي او د نړۍ او د سیمې په هېوادونو کې د مېشتو کډوالو په څېر دې دک ډوالۍ قانوني اسناد ورکړي.

له وزیرستان څخه پکتیکا ولایت ته راکډه شوي وزیرستاني کډوال چې دا مهال د خوست د ګلان په کېمپ کې مېشت دي هغوی هم د ژوند لومړنیو سهولتونو د نشت نه سر ټکوي.

دولت خان وايي نزدې۴۰۰ وزیرستاني کډوالو له دې امله خپلې ګډې د خوست د کډوالو پنډغالي ته راوړې چې د راحتې ساه واخلي خو لا یې هم د ستونزو د هواري تنده نه ده ماته شوې.

نوموړي وویل "​له هغه وخته چې مونږ ۴۰۰ کډې له پکتیکا څخه د ګلانو کیمپ ته راغلي يُو تر اوسه هیڅ ډول مرسته نه ده شوې، ښوونځۍ نه لرو د سر پناه لپاره خیمې نه لرو، د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسۍ نه لرو"​.

د وزیرستاني کډوالو دا ټولې ستونزې وي او ای ډیوه د خوست ولایت تر سیمه ییزو چارواکو ورسولې.

او د والي ویاند طالب منګل د ستونزو موجودیت ومنل او د مرکزي ادارې په ملتیا یې دهواریدو ژمنه وکړه.

منګل وویل "​د کډوالو دغه ستونزې چې تاسو یې یاده ونه وکړه موجودې دي، د دې کېمپ په یوې برخه کې ښوونځی او د پاکو اوبو سهولت نشته، سیمه ییزه اداره د دې او نورو ستونزو د هواریدو لپاره له سیمې نږدې لیدنه کوي او له مرکزي دولت سره د دې ستونزو ترشریکولو وروسته به د حل لار ورته لټوو"​.

د خوست ولایت د کډوالو چارو ریاست ویلي دا مهال د ګلانو په نوم د وزیرستاني کډوالو په پنډغالي کې شاوخوا ۷۵۰۰ رجسټر شوي کډوال ژوند کوي.

د وزیرستاني کډوالو یو تن قومي مشر جلاالدین وايي، کډوال خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي خو په خبره یې د ستنېدو د چارو پروړاندې پراته خنډونه باید لرې شي.

جلالدین وویل "​مونږو زیرستان ته هروخت ستنیدل غواړو له وطن سره مینه د ایمان برخه ده خو هلته مشکلات دي خو که د افغانستان دولت زمونږ د مشکلاتو د حل په هدف له پاکستان خبرې وکړي او د پاکستان حکومت له مونږسره همدردي وکړي او خپل کوم زاتي سامان چې وروسره دی، ګاډي دي او نور د کور سامان چې هغه وروسره پریږدي خلک درومي نه پاتي کیږي"​.

د خوست په ګوربز ولسوالۍ کې د ګلانو په نوم په دې کېمپ کې چې د خوراکي توکو لسګونه دوکانونه په کې شتون لري کډوال خپلې لومړني اړتیاوې له همدې بازار څخه پوره کوي.

د ځوانانو د بدنې روزنې کلپ په کې فعاله دی او د خیاطی او د پکولونو د پلور هغه ځانګړي دوکانونه پکې پرانیستي وي چې کډوالو ته پکې د وزیرستان د خلکو د فرهنګ مطابق د اغوستو وړ توکي وړاندې کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG