لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لورالایي:د وسله والو په ډزو دامن کونسل مشر وژل شوی،څلور ژوبل


پولیس وایي دبلوچستان ایالت په لورالایي کې دنامعلومو وسله والو په ډزو د امن کونسل مشر او د ایدھي رضاکار باز محمد عادل وژل شوی اؤ څلورملڰرې یې ژوبل شوي دي.

د بلوچستان ایالت د لورالایي ضلعې د پولیسو ایس پي برکت حسین کھوسہ دخالي په ورځ رسنیو ته وویل دامن کونسل رضا کار بازمحمد عادل دخپلو نورو ملګرو سره په موټر کې روان ؤ چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې.

هغه وویل په دغه ډزو کې ښاغلی عادل چې دخیریه سازمان ایدهي رضا کار هم ؤ په موقعه مړ شوی اؤ دهغه نور څلور ملګري علاؤالدین ،خیال محمد،علي خان او عطا محمد ژوبل شوي دي چې د درملنې دپاره پوځي روغتون ته رسول شوي.

دپولیسو مشر زیاته کړه پیښه ھغه وخت را منځ ته شوہ چې کله باز عادل او ملګرو یې د موټر څخه د احتجاج اعلان کولو.

ھغه وویل په دغه برید کې په نخښه شوؤ کسانو په لورالایي (بوري) کې د روانې نا امنۍ خلاف سبا سھار جلسه او احتجاج کول غوښتل او په دې ھکله یې اعلان کولو.

ایس پي وویل چي برید کوونکي په موټر سائیکل سواره وؤ اؤ له دغه برید څخه وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

د ځاي خبریال په وینا باز محمد عادل له تیرو 11 کالو څخه د ایدھي خیریه فاونډیشن سرہ کار کولو او له دوو کالو را ھیسې یې د امن کونسل په نامه دیو تنظیم مشري هم پغاړه لرله ۔

یادہ دي وي چې په لورالایي کې تیرہ ورځ د ایف سي (فرنټیرکور ) پر سر تیرو برید شوی ؤ چې دوہ سرتیري پکې ټپیان شوي وو۔

د پاکستان د فوج د ویاندې ادارې ائي ایس پي آر په وینا د روانې میاشتې پر لمړۍ نېټه د لورالايي پر فوجي چھاونۍ برید شوی ؤ چې په کې څلور سرتیري وژل شوي او د سر تیرو په جوابي ډزو څلور حمله کونکي وژل شوي وؤ.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG