لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب په سي پېک کې پانګونه کوي


سعودي عرب به "د چين پاکستان اقتصادي لار، سي پېک" کي پانګونه کوي، پاکستان وايي د سعودي عرب پر پانګونه چين ته اعتراض نشته.

د بلوچستان په ګوادر ښار کي د سعودي عرب ، چين او پاکستان د مرکزي حکومتونو وزيرانو لوړ پوړو چارواکو ليده کاته کړي او په ګوادر کې يې د سعودي عرب د پانګونې فيصله کړې ده.

د بلوچستان حکومت ويلي د سعودي د پټروليم وزيرخالد بن عبدالعزير په مشرۍ کې د سعودي عرب لوړ پوړي وفد په ګوادر کې د پاکستان له مرکزي وزير چوهدري غلام سرور خان ، پاکستاني او چينايې لوړ پوړو چارواکو سره په چائنا بزنس کمپليکس کې ليده کاته کړي دي.

په دې غونډه کې د پاکستان مرکزي وزير علي زېدي او د بلوچستان ايالت د اطلاعاتو وزير ظهور بليدي هم شرکت درلود.

د حکومتي خبر ترمخه چي د ګوادر ډويلپمنټ اتهارټي مشر و لوړ پوړو چارواکو ته پر ګوادر، د هغه پر ارزښت او په ګوادر کې د روانو کارونو په اړوند احوال تېر کړی.

ويل شوي چي د سعودي عرب د پټروليم وزير خالد بن عبدلعزير ويلي "ګوادر پر ډيره مهمه سيمه واقيعت لري، هغه ويلي چي د ګوادر په سبب به د پاکستان چين او د سعودي عرب دوستي بې ساري (مثالي ) وي.

هغه زیاته کړې چې سعودي عرب به په پاکستان کې د تارېخ تر ټولو زياته پانګونه کوي .

د پاکستان مرکزي وزيرپټروليم چوهدري غلام سرورخان ويلي چې د سعودي عرب په ورګډېو او پانګونه به د چين پاکستان اقتصادي لارې ارزښت نور زيات شي.

غلام سروخان له سعودي عرب څخه غوشتنه کړې چي د کښت کروندې په څانګه کې دي هم سرمايه ولګوي.

د پاکستان مرکزي وزير تيره ورځ د بلوچستان له مشر وزيرجام کمال او نورو ايالتي وزيرانو سره په کوټه کي هم وليدل ، د ليدنې وروسته مرکزي وزير و رسنيو ته وويل چي د سعودي عرب په سي پيک يا چين پاکستا ن اقتصادي لار کې پر شراکت او پانګونه باندي چين يو اعتراض هم نه لري.

هغه وويل چي مرکزي حکومت دا فيصله کړي ده چي په را روانه (فيبروري) مياشت کې به له سعودي عرب سره د پانګونې اسناد امزا کړي.

د پاکستان و ملي ريډيو ته په ځانګړي مرکه کي وفاقي وزير پټروليم چوهدري غلام سرور ويلي چې سعودي عرب به د تېلو د صفا کولو پر ښار لس اربه ډالره لګښت (پانګونه) کوي.

په مرکه کې ويل شوي چي د تيلو د صفا کولو په دې فابريکو کي په يوه روځ کې دوه لکه ۵۰ زره بيرل تيل صفا کيږي د تيلو د صفا کولو د فابريکې به په ګوادر ښار کې جوړيږي.

د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر لسم تاريخ د چين سفير" ياو جنګ "په کوټه کي و رسنيو ته وويل چي " د سعودي عرب په سي پيک (چاينا پاکستان اقتصادي لار) کې پانګونو باندي چين يو اعتراض هم نه لري.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG