لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پولې ته نزدې ننګرهار کې د داعش مهم کمانډر وژل شوی، امریکايي پوځ


په افغانستان کې امریکايي پوځ ويلي، په ختيځه صوبه ننګرهار کې يې په عملياتو کې د داعش مهم کمانډر وژلی دی.

د رويټرز ترمخه په افغانستان کې د امریکايي پوځ وياند لفټننت ابون مينډي ويلي، د داعش کمانډر خطاب امير په لسمه جنورۍ وژل شوی دی.

د وياند په وېنا امیر څو نومونه لرل او هغه د غټو بريدونو سهولت کار، او د داعش جنګيالو د لېږونکو او دوي ته وسلې او چاؤدېدونکي مواد يې برابرول.

مينډي ویلي د هغه لرې کول د بې ګناه افغانانو خوندي کول او په ننګرهار کې د داعش کمزوری کولو کې مرسته کوي.

داعش د کال ۲۰۱۵ م نه د پاکستان سره په پوله ننګرهار صوبه کې خپل فعاليتونه پېل کړي دي او دغلته يې قوي ځالې جوړې کړې دي.

نزدې دوه اوونۍ وړاندې هم په ننګرهار کې افغان او نېټو ځواکونو په ګډو عملياتو کې د داعش د درېو کمانډرانو په ګډون ۲۷ داعشيان وژلي وو.

د افغانستان د دفاع وزارت نن د اتوار، يکشنبې په ورځ ويلي،

په شمال لويديځه صوبه بادغېس کې يې په عملياتو کې لس داعش جنګيالي وژلي او د بهرنيانو په ګډون يې ورله ۱۶ تنه نیولي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG