لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښورۍ پېغلې چینایي انجنئیر سره په مئینتوب واده وکړو


د شوکت صافي له مخې دپېښورۍ ۲۸کلنې پیغلې زینب اؤ چینایي۲۷ کلن انجنئیر ژوان لنګ په ملګرتیا جوړولو کې مهم کردار په چین کې واده شوې یوې بلې پېښورۍ میرمنې ادا کړی کومه چې د زینب ملګرې وه.

دچین اؤ پاکستان ترمینځ په دې وروستیو کې داقتصادي تړونونو راپدیخوا اوس د دواړو هیوادونو د اولسونو ترمینځ د زړونو تړونونه هم پیل شوي اؤ که چرته ګڼو پاکستاني زلمو په چین کې دچینايي پیغلو سره ودونه کړي نو هلته دپېښور یوې پیغلې هم په یو چیني انجنئیر زړه بائیللی اؤ واده یې ورسره کړی دی

دپېښور وتلي قانوندان شوکت صافي د چا په لاس چې محکمه کې دچینایي انجنئیر اؤ پېښورې پیغلې زینب واده شوی وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي چې انجنئیر ژوان لنګ دتېرې څه مودې راهسې پاکستان کې کار کولو اؤ په دغه مهال یې دپېښور سول کوارټرو سیمه کې میشتې یوې پیغلې زینب سره ملګرتیا جوړه شوه

د شوکت صافي له مخې دپېښورۍ ۲۸کلنې پیغلې زینب اؤ چینایي۲۷ کلن انجنئیر ژوان لنګ په ملګرتیا جوړولو کې مهم کردار په چین کې واده شوې یوې بلې پېښورۍ میرمنې ادا کړی کومه چې د زینب ملګرې وه.

د انجنئیر ژوان لنګ اؤ زینب دغه ملګرتیا چې کله په محبت بدله شوه نو خپلو کې یې نور دتل دپاره دګډ ژوند پرېکړه وکړه اؤ تیره ورځ یې د پېښور په یوه سیمه ییزه محکمه کې په رسمي ډول واده وکړو

وکیل شوکت صافی وایي چې دپېښور سیمه ییزې محکمه کې د نکاح د مراسمو پرمهال د هلک اؤ جینۍ د کورنیو دغړو ترڅنګ پاکستان کې دچین د سفارتخانې مامورین هم موجود وؤ.

هغه وویل له واده وړاندې چیني انجنئیر داسلام مذهب قبول کړی اؤ له مسلمانیدو وروسته یې خپل نوی نوم اذان اېښی دی

په دې وروستیو کې چې دپاکستان اؤ چین ترمینځ داقتصادي لارې سي پیک جوړولو تړون شوی د چینایي اؤ پاکستاني وګړو تر مینځ ودونو کې هم اضافه لیدل شوې

تیرکال په نړیوالو رسنیو کې داسې راپورونه مخې ته راغلي وؤ چې چین دخپل هیواد دننه ګڼ شمیر هغه ښځې دشکمنو فعالیتونو په تور نیولي چې پاکستانیانو سره یې ودونه کړي دي.

د ددغو چینایي میرمنو د خلاصون په موخه دوه میاشتې وړاندې دپاکستان دبیلابیلو سیمو خلکو احتجاجونه هم کړي وؤ اؤ دپاکستان په حکومت یې ټینګار کړی ؤ چې باید چین کې دبندي هاغو میرمنو دخلاصون دپاره ګامونه واخلي چې پاکستانیانو سره یې ودونه کړي دي.

په چین کې زیاتره هغه ښځې چې پاکستانیانو سره یې ودونه کړي په سنکیانګ صوبه کې نیول شوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG