لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان د (راه نجات) اغېزمن نهه کاله وروسته هم مرستو ته په تمه دي


د جنوبي وزیرستان د مکين تحصيل اوسېدونکي او کاروباريان وايي، نهه کاله وړاندې چې په دې علاقه کې کوم پوځي عمليات شوي، بازارونه او کورونه ړنګ شوي ؤ هغه تراوسه نه دي اباد شوي.

په جنوبي وزيرستان کې د پاکستان پوځ په کال ۲۰۰۹م کې د راه نجات په نوم د وسله والو تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي او د دغو عملیاتو نه د سیمې څخه د لاکونو په شمېره کې خلک بې کوره شوي وو.

د حکومتي چارواکو په وېنا د جنوبي وزيرستان نه کډوال شوي خلک په کال ۲۰۱۰م دسمبر کې بیرته ستنېدل پېل شوي او تېر کال حکومت ادعا کړې وه چې د جنوبي وزیرستان ټول کډوال بيرته ستانه کړی شو.

خو د سيمې خلک وايي کډوال بيرته ستانه کړی شوي خو نه يې وران کورونه ورته جوړ کړي او نه يې کنډر شوي مارکيټونه بيا ودان کړی شوي دي.

د مکين د سيمې عبدالغفار وايي کورونه يې وران کړی شوي په هغه ځای باندې پارکونه او سړکونه جوړ کړی شوي او معاوضه ورته نه ده ورکړی شوې.

هغه وويل چې کله دوي علاقې ته درې کاله وړاندې بيرته ستانه شو نو کورونه يې وران پراته ؤ د سر سيوری يې نه ؤ، نو دوي بيا بيرته ډېره اسماعیل خان ته کډوال شو او اوس د کرايه په کورونو کې پاتې کيږي.

د جنوبي وزيرستان د مکين سره تعلق لرونکي کسان د اتوار، يکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د ټانک جلسې ته راغلي په لاسونو کې يې بېنرونه پورته کړي چې پرې ليکل شوي وو.

"زمونږ وران کورونه دې زر تر زره جوړ کړی شي، مونږ ته دې انصاف راکړی شي، پوليټيکل انتظاميه دې د تباه کورونو په بدل کې د خصوصي پېکج ژمنه په سمدستي ډول پوره کړي، د میانرخېل محسود قبيلې خلکو ته معاوضې ورکړی شي".

د مکين يو مشر حکيم جان وايي د مکين په اډه بازار کې د ځايي خلکو د هرې کورنۍ نزدې ۳۰۰، ۳۰۰ دوکانونه ؤ او د دې دوکانونو نه به د مياشتې په سر يو لاک روپۍ کرايانې راتلې او دلته په زرګونو دوکانونه وو.

خو دغه دوکانونه په بشپړ ډول تباه کړی شوي وو او د سیمې د خلکو معاش ختم کړی شوی ؤ.

تېر کال د حکومت لخوا په مکين کې د جوړؤ شوؤ ۶۰۰ دوکانونو پرانسته شوې او د علاقې په خلکو وېشل شوي وو.

خو حکم خان وايي وړاندې چې د يوې کورنۍ ۳۰۰ دوکانونه وو اوس هغو ته درې دوکانونه ورکړی شوي دي.

د پوليټیکل انتظاميې د شمېرو ترمخه په جنوبي وزيرستان کې د ترسره شوې سروی ترمخه ۵۰ وران کورونه کړی شوي چې پکې د ۲۸ زرو پخلی شوی او ډېرو ته پکې معاوضي هم ورکړی شوي دي.

د چارواکو په وېنا د بشپړ وران کور څلور لاکه روپۍ او د نيم وران يو لاک شپېته زره روپۍ ورکول کيږي.

چارواکي وايي په علاقه کې سروی روانه ده او د ټولو تاواني شوي خلکو مرسته به کولی شي.

خو يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ای ډیوه سره په خبرو کې په سروی کې ورته يو خنډ دا رامخې ته دی چې ځينې کورونه داسې وران شوي چې هډو يې څه نخښه نه ده پاتې.

هغه وويل د سروی په مهال دوي د وران کور سره د يو مالک تن عکس اخلي نو چې کور نشته بيا دوي ته په سروی کې مسله ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG