لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مذاکراتو دپاره دځائ ټاکنې پسر اختلافونه دافغان سولې مخې ته خنډ شوي


دافغانستان د۱۷ کلنې جګړې پائ ته رسولو لپاره دايجنډې پسر دسولې روانو هڅو ته که هرڅو دوړاندې څخه زيان رسيدلى خو او اوس دخبرو اترو لپاره دځايې یا مقام دټاکنې پسر دسولې دغه هڅې ديو نوي خنډ سره مخ شويدي.

تيره اوونۍ طالب مشرانو امريکايي چارواکو سره په قطر کې دخبرو په ايجنډا داختلاف له امله خبرې ځنډولې وې اؤ افغان دولت سره یې له خبرو انکار کړی ؤ.

افغانستان کې دسولې لپاره امريکايي ځانګړي استازى زلمى خليلزاد دا مهال دسيمه ايزو قوتونو سره په خبرو بوخت دی او هيله کيږي په راتلونکو ورځو کې به هغه دطالبانو سره هم ليدنه وکړي.

رويټرز خبري ادارې دسرچينو له خلې ويلي دخبرو اترو لپاره دځايې پسر داختلافونو له امله خبرې اترې دځنډ ښکار شويدي.

درويټرز له مخې په کابل کې يو ډيپلوماټ چې دهيواد پوله يې دافغانستان سره ګډه ده، ويلي " سعودي عرب او يو اى اي(متحده عرب امارات) په ډاګه کړې چې که چرې دسولې دخبرو راتلونکې غونډه په قطر کې کيږي نو هغوي به پکې برخه نه اخلي، خو طالبان په قطر کې دخبرو په ترسره کيدو ټينګار کوي"

سعودي عرب او نورو خليجي هيوادونو په ٢٠١٧م کې دقطر سره اړيکې پرې کړې وې او تور يې لګولى و چې دوحه تندلارو ته مالي مرستې ورکوي او دايران سره نزدې اړيکې لري.

قطر تندلارو ته دمالي مرستو ورکولو تورونه رد کړي خو دخپلو ګاونډيانو سره داړيکو دخړیدو وروسته يې دايران سره ډيپلوماټيکي اړيکې پځايې کړي دي.

واشنګټن په خليجي هيوادونو ټينګار کوي چې خپل مينځي شخړه ختمه کړي ځکه اوس مهال طالبانو سره په خبرو کې دهغوي ملاتړ زيات ارزښت لري.

دامريکا دبهرنو چارو وزير مايک پومپيو چې دمينځني ختيز ديو سفر په مهال تر څه وخته په دوحه کې هم ايسار شوى ؤ، ويلي دقطر او دهغوي دخليجي ګاونډي هيوادونو ترمينځ اړيکې تر ډيره حده تاوژنې دي.

طالبانو په روانه مياشت کې دسعودي عرب نه قطر ته دخبرو لپاره دځايې په بدلولو ټينګار کړى و تر څو په خبرو اترو کې دافغان حکومت دشاملولو دهڅې مخه ونيسي.

دنوم نه څرګندولو په شرط دطالبانو يو مشر رويټرز ته ويلي " په حقيقت کې دسعودي عرب او قطر ترمينځ اختلافونو زمونږ دسولې عمل تالا ترغه کړى،سعوديان په غيرضروري توګه په مونږ داوربند داعلانولو لپاره فشار اچوي، دغسې امريکايي هيئت هم نه دي کړي"

په کابل کې دسعودي او متحده عرب اماراتو سفارتخانو په دې اړه له څه ويلو انکار کړى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG