لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سپریم کورټ د ابادۍ د مخنیوي لپاره پر کورنۍ د دوو ماشومانو سپارښتنه کړې


واشنګټن ـــ د پاکستان ستر عدالت یا سپریم کورټ په هېواد کې د ابادۍ په اړه له خپله اړخه د اخیستي سوموټو مقدمې پرېکړه اورولې او پر دیني عالمانو، مدني ټولنې او حکومت باندې یې ږغ کړی چې د ابادۍ د مخنیوي په برخه کې ګامونه پورته کړي.

ستر عدالت ویلي چې په هېواد کې که یوه کورنۍ دوه ماشومان پیدا کړي دا کېدای شي د ابادۍ په کموالي کې مرسته وکړي، خو وایي د دې کار لپاره باید حکومت، دیني عالمان او مدني ټولنه په پراخه چې تبلیغات او کمپېن وکړي.

د نهې- سه شنبې په ورځ د سپریم کورټ د قاضیانو یوې درې کسیزې ډلې د قاضي ثاقب نثار په مشرۍ د مقدمې اورېدنه وکړه او د هېواد زیاتېدونکې ابادي یې د پرمختګ په مخ کې خنډ او د "مهال بم" غوندې خطرناکه وګڼله.

د پاکستان د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د خبر له مخې سپریم کورټ زیاتېدونکې ابادي د هېواد پر وسایلو بار ګڼلې ده او ویلي یې دي چې که د ابادۍ مخنیوی ونه شي نو دا به د راتلونکي نسل لپاره ډېرې ستونځې پیدا کړي.

د مقدمې د اورېدنې په مهال د پاکستان د روغتیا د وزارت سیکرټري زاهد سعید د یوه سروې رپوټ له مخې عدالت ته ویلي، چې په هېواد کې هر پینځه کاله وروسته ډیموګرافیک سروې یا د سرشمېرنې کتنه کېږي، خو وایي د 2018م او تېرو کلونو د سروې تر منځ هیڅ توپیر نه شته، چې په جواب کې یې قاضي ثاقب نثار ویلي، د ابادۍ د مخنیوی لپاره هیڅ ګامونه نه دي اخیستل شوي.

د روغتیا وزارت سیکرټري عدالت ته ویلي، چې په هېواد کې د کال پر سره د ازادۍ د زیاتوالي کچه 2.4 فیصده ده، وايي حکومت د ابادۍ د مخنیوي لپاره دوه هدفونه ټاکلي، چې له مخې به یې تر 2025م کال پورې د ابادۍ د زیاتوالي کچه 1.5 او تر 2030م کال پورې 1.4 فیصده ته را ټیټه شي.

سپریم کورټ د 2017م کال په جولای میاشت کې د ابادۍ د زیاتوالي په اړه له خپله اړخه سوموټو اقدام اخیستی وو. د عدالت مشر قاضي هغه مهال ویلي وو، چې په هېواد کې د ابادۍ د مخنیوي لپاره د یوې اغېزمنې تګلارې جوړېدو ته شدیده اړتیا ده.

د 2017م کال د سرشمېرنې په اساس د پاکستان ټوله ابادي 20 کروړه، 77 لکه، 74 زره او 520 تنه ده چې تر هند، چین، امریکې او انډونېشیا وروسته په نړۍ کې د ډېرې ابادۍ په لحاظ پینځم هېواد ګڼل کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG