لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو امریکا ته دسولې دخبرو ځنډولو ګواښ وکړو


طالبانو تور لګولی چې امریکا ورسره د سولې دخبرو له ایجنډې تېښته کوي اؤ ګواښ یې کړی چې که چرې امریکه خپله تګلاره بدله نه کړي نو هغوي به هم دسولې روانې خبرې وځنډوي.

دافغانستان خبري اژانس پژواک د چهارشنبې په ورځ دطالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې لیکلي چې امریکا دوه میاشتې وړاندې د قطر په مزاکراتو کې منلې وه چې په راتلونکې غونډه کې به افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو په وتلو اؤ دنورو هیوادونو به ضد دافغانستان دخاورې په کارول کیدلو خبرې کوي خو اوس له خپلې دغې ژمنې پشا شوي اؤ نوي،نوي موضوعات مخې ته راوړي.

مذاکراتو کې جنجال څنګه پیدا شو؟

دطالبانو اؤ امریکې ترمینځ د سولې دخبرو لړۍ وروسته له هغې ځنډیدلې چې امریکا اؤ دنړۍ یو شمیر هیوادونو په طالبانو فشارونه راوړل چې دامریکا په څېر باید افغان دولت سره هم دسولې خبرې وکړي خو طالبانو افغان دولت سره له خبرو اترو انکار کړی دی.

ټاکل شوې وه چې د روانې میاشتې په پیل کې په سعودي کې دافغان سولې په اړوند غونډه جوړه شي خو طالبانو ددې دریځ پخپلولو سره سعودي کې له غونډې کولو انکار وکړو چې سعودي عرب په طالبانو فشار راوړی چې باید دغه غونډه کې افغان دولتي پلاوي ته هم دګډون موقعه ورکړل شي.

طالبانو سعودي کې په افغان سوله دکیدونکې غونډې څخه له انکار وروسته لمړی وړاندیز وکړو چې دغه غونډه باید قطر کې وشي خو بیا یې دقطر د غونډې ځنډولو اعلان هم وکړو.

طالبان څنګه مذاکرات غواړي؟

پخپل تازه بیان کې طالبانو ویلي چې که امریکا دسولې په خبرو کې ریښتونې وي نو بیا دې دطالبانو جائزې غوښتنې ومني خو که هغوئ(امریکا) په یوه اؤ بله بهانه خپل نظامي اهداف دسیاسي لارو ترلاسه کول اؤ دنورو هیوادونو دلارې په طالبانو فشارونه راوړل غواړي نو دا ښایي چې دوئ دافغان ستونزې هواري ته لیوالتیا نه لري.

طالبانو زیاته کړې چې افغان کشاله دچا په فشار اؤ تېکنیکي چلند نه هواري اؤ نه دا هغوي(طالبانو) ته دمنلو ده چې څوک دې افغان شخړه دخپلو اړیکو دپرمخ بیولو اؤ خپلو ګټو ترلاسه کولو دپاره وکاروي.

بیان کې راغلي که هر هیواد د افغان شخړې په هواري کې مرسته کول غواړي نو په قطر کې دطالبانو سیاسي دفتر سره اړیکه نیولی شي ځکه چې هغوي دسیاسي هواري لاره خلاصه پرېښې ده.

پخپل دغه بیان کې طالبانو ګواښ کړی چې که امریکا دسولې په اړوند خپله تګلاره کې د ریښتونولۍ نه کار نه اخلي نو هغوئ به هم ترهغې دسولې دخبرو نه لاس واخلي ترڅو چې امریکا دخپلو فشارونو اؤ تیکنیکونو پرته په ریښتونې توګه خبرو ته نه وي راوړاندې شوې.

امریکا له په سمدستي توګه دطالبانو دې ګواښ ته خپل غبرګون نه دی ښودلی.

دمزاکراتو دځنډولو دا تازه ګواښ طالبانو وروسته له هغې کړی چې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي تیر ماښام کابل کې د افغان ولسمشر اشرف غني اؤ نورو لوړ پوړو حکومتي اؤ سیاسي مشرانو سره لیدنه کې ژمنه کړې چې دسولې دخبرو مالکیت به دافغانانو په لاس کې وي

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG