لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان سره داشرف غني ټیلفوني اړیکه،افغان سوله کې یې ترې همکاري وغوښته


دافغانستان ولسمشر اشرف غني دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره ټیلي فوني اړیکه نیولې اؤ ورسره یې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او همکاریو په اړه خبرې اترې کړي دي.

اشرف غني دپاکستان وزیراعظم سره دا اړیکه په داسې مهال نیولې چې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی هم په اسلام اباد کې موجود دی اؤ هڅه کوي چې دپاکستان په مرسته طالبان افغان دولت سره خبرو ته اماده کړي.

دپنجشنبې په ورځ دافغانستان د ولسمشر دماڼۍ لخوا دخپور شوي بیان له مخې ښاغلي اشرف غني عمران خان سره دټیلي فوني خبرو پرمهال هغه ته دافغانستان دسفر بلنه هم ورکړې ده چې عمران خان منلې اؤ دافغان ولسمشر څخه یې هم هیله کړې ده چې باید په یو مناسب وخت کې پاکستان ته سفر وکړي.

دپاکستان د سرکاري راډیو دخبر له مخې وزیراعظم عمران افغان ولسمشر ته باور ورکړی چې پاکستان به دافغان کشالې په سوله ییز هواري کې خپل رغنده رول ترسره کوي ځکه چې افغانستان کې دامن ګټه تر ټولو زیاته پاکستان ته رسیږي.

ولسمشر اشرف غني دزلمي خلیلزاد لخوا دسولې پیل کړل شوؤ هلو ځلو کې دپاکستان دهمکارۍ مننه اؤ ستائینه هم کړې اؤ دواړه مشران د نورو ستونزو اؤ معاملو دپاره خپلو کې په جوختو رابطو هم صلاح شوي دي.

د ولسمشر دماڼۍ په بیان کې د اشرف غني اؤ عمران ترمینځ دشوؤ خبرو نور جذئیات نه دي په ډاګه کړل شوي خو یوه ورځ وړاندې طالبانو امریکا ته دسولې دخبرو دځنډولو ګواښ کړی ؤ اؤ تور یې لګولی ؤ چې امریکا په طالبانو دبیلابیلو لارې فشارونه اچول غواړي.

دطالبانو ددغه ګواښ نه روسته نن د زیارت په ورځ افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړی زلمی خلیلزاد هم اسلام اباد ته رسیدلی اؤ دپاکستان چارواکو سره لیدنې اؤ دافغان سولې په اړوند خبرې اترې پیل کړي دي.

دپاکستان ډان ورځپاڼه وایي اسلام اباد هڅه کوي چې د افغان سولې دپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالبانو ترمنځ په اسلام اباد کې ليدنه وکړي، او د افغان سولې د خبرو بهير مخ په وړاندې لاړ شي.

ژورنالسټ او څيړونکی اسماعيل خان د سرچينو د قوله د ليدنې هيله څرګنده کړې او زياته کړې يې ده ٖپه دې موخه د زلمي خليلزاد اسلام اباد سفر هم ځنډول شوی ؤ چې طالبان په خپل مينځ کې په دغه اړوند مشوره وکړي.

دوه ورځې وړاندې پاکستانۍ ميډيا داسې خبرونه خپاره کړي چې زلمی خليلزاد د اسلام اباد سفر کوي خو خليلزاد بيا د اسلام اباد سفر نه ؤ کړی.

طالبان افغانستان کې دسولې په اړوند یوازې امریکا سره خبرې کول غواړي اؤ امریکایي چارواکي غواړي چې دسولې ددې پروسې مشري باید دافغانانو په لاس کې وي چې له دې امله رامینځته شوؤ اختلافونو د سولې دخبرو لړۍ ودرولې ده

د چهارشنبې په ورځ طالبانو په یو بیان کې امریکا ته ګواښ کړی ؤ چې که په هغوئ دفشارونو راوړلو لړۍ ونه درول شوه نو د خبرو روانې لړۍ به وځنډوي.

طالبانو ویلي وؤ امریکا ورسره دوه میاشتې وړاندې د دوحې خبرو کې ژمنه کړې وه چې په راتلونکې غونډه کې به افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د ویستلو په موضوع خبرې کیږي خو اوس ایجنډې ته نوې نوې خبرې راوړي چې طالبان یې منلو ته تیار نه دي.

دطالبانو په دغه بیان امریکایي استازي زلمي خلیلزاد هم سخت غبرګون ښودلی اؤ مطبوعاتو ته یې ویلي چې طالبان که سوله کوي امریکه ورسره سولې ته تیاره ده اؤ که جګړه کوي نو جګړې ته ورسره تیار یو.

خو هغه دا هیله هم ښودلې وه چې طالبان دجګړې پځائ سوله غواړي اؤ ډیر زر به ورسره دخبرو نوې نېټه کېښودل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG