لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: وچکالۍ ځپلې ۱۸ ضلعې


تيره ورځ د پاکستان په پارليمان کې د داخلي او پارليماني چارو وزير علي محمد خان وغوښتل چې د بلوچستان ځينې سيمې دي ناورين وهلې وګرزورل شي.

ښاغلي علي محمدخان په پارليمان کې قراداد راوړ چې پکې ليکل شوي چي د بلوچستان ۱۸ ضلعې له سختې وچکالۍ سره مخ دي.

علي محمد خان دپارليمان غړو ته وويل چي د وچکالۍ له کبله د بلوچستان له ځينو سيمو خلک په کډه شوي دي.

په قراداد کې ليکل شوي چې له وچکالۍ اغيزمنو سيمو کې خلک زيانمن شوي خپل ژوند يې له لاسه ورکړی، څاروي يې مړه شوي او په ډيرو سيمو کې اوبه وچې شوي خلکو کډې کړي دي.

د علي محمد خان په وينا چي پر ملکي او ايالتي کچه بيړنی حالت خوندي ساتونکې محکمې د بلوچستان او سيند ايالت د وچکالۍ اغيزمنو سيموکې له خلکو سره مرستې کوي.

هغه زياته کړه چي د وچکالۍ د ناورين د مخ نيوي لپاره يې پر دولتي کچه یې د ورکشاپ تصميم نيولی چي په دې ورکشاپ کې به له نړيوال بسپنه ورکونکو څخه هم د ګډون غوشتنه کوي.

پارليمان د علي محمد خان راوړل شوی قرارداد منظور کړ او د بلوچستان ۱۸ سيمې يې ناورين وهلي وګرزولې.

د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په مياشت کي د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر سلیم کھوسه رسنيو ته ويلي ؤ " په ایالت کې تر ۱۸ زياته ضلعې له وچکالۍ سرہ مخ دي چي له امله يې خلک او څاروي اغېزمن شوي ".

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG