لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د سرطان (کنسر) پېښې زیاتې شوې دي


واشنګټن: په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ د کنټرول او درملنې مشران وايي، د تېرو څو کلونو راهېسې لیدل کېږي، چې په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر کال په کال مخ پر زیاتېدو دی.

د کابل په جمهوریت روغتون کې د سرطان د ناروغیو د څانګې مشر ډاکټر زبېح الله ستانکزي امریکا غږ ډیوې ته وویل:

"په 2015 او 2016 کلونو کې په ټول هېواد کې د سرطان 5815 پېښې موندل شوې وې خو اوس دغه شمېره په ټولیزه توګه 31664 پېښو ته لوړه شوې ده."

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، په دغو سرطانونو کې تر ټول زیات یې د سینو سرطانونه دي او بیا ورپسې د مرۍ، معدې، کلمو او د وینې سرطانونه ځای لري.

بل لوري ته، د ډیورنډ له کرښې ښکته هم د پښتنو په سیمو کې روغتیايي کارکونکو اندېښنه څرګنده کړې ده چې د دوی په سیمو کې هم د تېرو کلونو په پرتله د کنسر پېښې زیاتې شوې دي.

د پېښور له شېرپاو روغتون څخه ډاکټر اعزاز جمال اخندازده وي او اې ډیوې ته وویل:

"په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د دیر ضلعې له تحصیل خان سیمې څخه په ګڼ شمېر کسان د کنسر په ناروغۍ اخته شوي دي چې اکثره ناروغانو یې د معدې کنسر لري."

د امریکا د کنسر سوسایټې د 2018 کال په راپور کې ویل شوي، چې په نړۍ کې د سرطان یا کنسر له امله کابو 15.5 میلیونه کسان اخته دي او اټکل کوي چې دا شمېره ښايي په 2030میلادي کال کې تر 30 میلیونو زیاته شي.

سرطان له څه پیدا کېږي؟

کله چې د انسان د بدن د یوې برخې حجرې په غیر نورمال، غیر قابل کنټرول او په چټه توګه وده وکړي نو دې ته سرطان یا کنسر وايي، چې تر سلو زیات ډولونه لري.

د سرطان په اسبابو کې د سګرټو زیات څکول، د شرابو څښل، د بدن د وزن زیاتولی، د فزیکي فعالیت کموالی او له غیر صحي خواړو څخه یادونه کولای شو چې د هر یو یې مخنیوي کېدای شي.

ددې ټولو ترڅنګ ډاکټر زبېح الله ستانکزی وايي، په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو راهیسې روانې جګړې چې له امله یې په چاودنو او بمونو کې د بې حده زیاتو باروتو کارول هم د کنسر له مهمو اسبابو څخه ګڼل کېږي.

ډاکټر اعزاز جمال اخندزاده وايي، د کوزې پښتونخوا په دیر کې د کنسر د زیاتوالي په دلایلو کې یو له افغانستان سره څېرمه پاتې کېدل او بل د سیمې د بزګرو لخوا په خپلو کرنیزو فصلونو باندې له اندازې زیات د درملو پاشل شامل دي.

ددې ټولو ترڅنګ، د سرطان په یو شمېر اسبابو کې چې کنټرول یې ستونزمن دی هغه د زیات عمر مسله ده.

د امریکا د کنسر ټولنې ډاکټران وايي، په امریکا کې په سرطان اخته 87 فیصده هغه خلک وو چې عمرونه یې له پنځوسو کلونو زیات وو.

د سرطان د ناروغۍ نښې نښانې:

په سرطان د اخته کسانو تر تولو مهمه نښه دا ده چې ډېر ژر ژر ستړی کېږي. همدارنګه درد، تبه، د اشتها کموالی او د بدن په یوې برخه کې د یوې غوټې پیدا کېدل يې نورې عامې نښې دي.

ددې ترڅنګ، د بدن د هرې برخې سرطان خپلې ځانګړې نښې نښانې لري خو کله کله د بچه دان یا تخمدان سرطان کومه ځانګړې نښه نه لري او یا هم له نورو نارغیو سره پرې انسان غلط کېدای شي.

د سرطان مخنیوی او درملنه:

ایا د سرطان مخنیوی او درملنه کېدای شي؟

دې پوښتنې ته روغتیا پوهان د هو ځواب ورکوي خو شرط دا وړاندې کوي چې په سرطان اخته کسان باید ډېر ژر تشخیص او وپېژندل شي.

روغتیاپوهان وايي، د سرطان ناروغۍ څلور یا پنځه پړاوونه (سټېجونه) لري او که چېرې په لومړي او یا دوهم پړاو کې دغه ناروغۍ تشخیص شي نو درملنه یې شونې ده خو که دریم او څلورم پړاو ته ورسېږي نو بیا یې درملنه اسانه نه ده.

ددې کار لپاره په پرمختللې نړۍ کې هر کس په کال کې لږ تر لږه یو ځل د ټول بدن طبي معاینات کوي او که غیر نورمال په کې څه ومندل شي نو پر وخت یې درملنه کوي.

د سرطان درملنه کېدای شي په درملو، وړانګو او یا هم د جراحۍ د عمل په واسطه ترسره شي.

ډاکټران وايي، د سرطان ناروغۍ هغه مهال کنټرول کېدای شي چې ددغې ناروغۍ په اړه د خلکو د پوهاوي کچه زیاته کړای شي.

دوی دا هم وايي، که چېرې د سرطان د ناروغۍ نښې نښانې ولیدل شي نو دا ډول کسان باید هرو مرو او ډېر ژر ډاکټر او روغتون ته ورسول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG