لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شر اؤ فساد خورولو خادم حسین رضوي زندان ته واچول شو


په پاکستان کې دیوې سخت دریځه مذهبي ډلې تحریک لبیک مشر علامه خادم حسین اؤ دهغه درې نور مهم ملګري دپاروونکو ویناګانو اؤ دشر اؤ فساد خورولو په دوسیه کې زندان ته لیږل شوي.

په خادم حسین رضوي اؤ دهغه په نورو ملګرو پیرافضل قادري،علامه اعجاز اشرفي اؤ علامه فاروق الحسن تورونه دي چې تیرکال یې دسترې محکمې لخوا دعیسوي میرمنې اسیه بي بي د خوشې کولو دپاره پرېکړې په ضد زرګونو خلک اړي ګړي ته هڅولي وؤ.

د سه شنبې په ورځ دغه سخت دریځه مذهبي مشران په لاهور کې د ترهګرۍ دمخنیوي ځانګړې محکمې ته وړاندې کړل شوي چې په دغه موقعه دمحکمې مخې ته د هغوئ د ډلې په شلګونو کسانو دهغوئ په پلوۍ اؤ دحکومتي اؤ عدالتي پرېکړو په ضد شعارونه ورکړي.

سرچینې وایي محکمې ته د علامه خادم حسین رضوي اؤ دهغه دملګرو وړاندې کولو پرمهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وؤ اؤ په سوؤنو پولیسو اؤ استخباراتي مامورینو دمحکمې شا وخوا څارنه کوله.

دتحریک لبیک مشر علامه خادم حسین اؤ نور مشران د تیرکال په وروستیو کې وروسته له هغې نیول شوی چې په اسلام اباد کې یې د زرګونو سخت دریځو په ملاتړ یو پرلت مات کړو اؤ پردغه مهال ددغه ډلې په سوونو فعالین سړکونو ته راووتل،دولتي ودانیو،ګاډو اؤ دفترونو ته یې د زیان رسولو ترڅنګ عام خلک وټکول.

هغوئ د سترې محکمې په دې پرېکړه احتجاج کولو چې ولې یې عیسوي میرمنه اسیه بي بي د مذهب دسپکاوي د جرم نه پاکه ګرځولې اؤ دهغې د خوشې کولو امر یې کړی.

محکمې ته د یادو کسانو د وړاندې کولو وروسته هغوئ په جوډیشل ریمانډ د دوؤ اوونیو دپاره زندان ته لیږل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG