لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهمندو کې په امنیتي ځواکو دمائن چاودنه کې یو عسکر وژل شوی،یو ژوبل


دافغانستان دپولې سره پیوست دپاکستان قبائیلي ضلعه مهمندو کې په امنیتي ځواکونو د مائن په یوه چاودنه کې یو عسکر وژل شوی اؤ یو بل ژوبل شوی دی.

د شورو په ورځ دسیمې څخه امنیتي سرچینو وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي چې دمائن دغه چاودنه د مهمند ضلعې په قندارو سیمه کې د ایف سي په هاغو پیاده ځواکونو شوې ده چې سیمې څخه یې مائنونه پاکول.

په پېښه کې وژل شوی اؤ ژوبل شوی عسکر د مامد ګټ روغتون ته رسول شوي اؤ امنیتي ځواکونو په سیمه کې دلټونې عملیات پیل کړي دي.

په مهمندو سیمه کې تر دې وړاندې هم بیلابیلو وختونو کې په امنیتي ځواکونو،دامن دلښکرو په غړو اؤ قبائیلي مشرانو دغسې دمائنونو اؤ بمونو چاودنې شوي چې پکې په لسګونو عسکر اؤ عام خلک وژل شوي دي.

مهمند دافغانستان د پولې ترڅنګ هغه قبائیلي سیمه ده ده چې په تیرو وختونو کې پکې طالبانو خپل مضبوط مرکزونه لرل خو په کال۲۰۱۴م کې دضرب عضب په نوم د پوځي‌عملیاتو په نتیجه کې ددغه سیمې څخه د طالبانو واک ختم کړل شو.

څیړونکي وایي چې اوس هم په مهمند سیمه کې ګڼ شمیر طالبان وجود لري خو دامنیتي ځواکونو له نظره یې ځان پټ کړی اؤ چې کله هم موقعې پیدا کوي نو په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG