د نقیب مسيد او هغه سره د درې نورو وژل شوؤ کسانو په اړوند د ترهګرۍ ضد عدالت ته پوليسو په خپل رپوټ کې ویلي دا د عدالت لرې وژنې شوي او درغژنه مقابله شوې ده.
د پوليس د پوښتنو (انکوايري) رپوټ نن د زیارت، پنجشنبې په ورځ د ترهګرۍ ضد درېم نمبر عدالت ته وړاندې کړی شوی او د نقيب مسيد سره د نورو کسانو وژنې ته د عدالت نه لرې يا ماورای عدالت وژنې ويل شوي دي.
او عدالت نن د نقيب مسيد سره د نورو کسانو پرضد د جوړو پينځه ؤ مقدمو ختمولو منظوري ورکړې ده.
نقیب مسيد او هغه سره صابر، نذرجان او اسحاق تېر کال د جنورۍ په ۱۳م د کراچۍ په شاه لطيف ټاؤن سیمه کې د پخواني پوليس افسر راؤ انوار په مشرۍ يوه مقابله کې وژل شوي وو.
د پوليس يوې لوړ پوړې ډلې تېر کال دغې مقابلې ته جعلي وو.
د مقابلې وروسته راؤ انوار ادعا کړې په مقابله کې يې وسله وال وژلي دي.
د نقيب د مقدمې وکیل صلاح الدين وايي د "وسله والو د وژلو، د هغو نه د چاؤدېدونکو موادو او وسلې ترلاسه کولو په اړوند چې کومې مقدمې درج شوې پوليس په هغې رپوټ جمع کړی ؤ خو عدالت پرې نن امر وکړو او دغه ټولې مقدمې يې درغژنې وګرځولې".
عدالت ته په وړاندې کړی شوي رپوټ کې ویل شوي د پوښتنو کمېټۍ او د پلټنو افسر د مقابلې ځای ته ورغلي دي هلته يې نه د ډزو او نه د لاسي بم د چاؤدنې کومې نخښې ليدلي دي.
په رپوټ کې زیاته کړی شوې د حالاتو او واقعاتو په رڼا کې دا مقابله په خپله جوړه کړی شوې او هيڅ بنياد نه لري او د نقيب او نورو کسانو سره هلته د وژنې وروسته وسله او کارتوسې اېښودی شوې وې.
په رپوټ کې ويل شوي راؤ انوار په دغه موقع موجود وو.
د نقيب پلار محمد خان د راؤ انوار په مشرۍ ترسره شوې مقابلې ته دروغژنه ویلي ؤ او د راؤ انوار په ګډون يې د هغه سره په شامله ډله د وژنې مقدمه کړې وه.
راؤ انوار بيا پټ شوی او د مارچ په میاشت کې سپريم کورټ ته حاضر شوی او بيا د کراچۍ د ترهګرۍ يو عدالت راؤ انوار او څو نورو پوليسو ته د جولايۍ په میاشت کې په ضمانت د خوشي کېدو منظوري ورکړې وه.
د نقيب پلار په ياد عدالت د تعصب تور لګولی او سيند هايکورټ ته يې د راؤ انوار د ضمانت ختمولو او د ياد عدالت څخه د مقدمې بل عدالت ته بدلولو خواست کړی ؤ.
صلاح الدين وايي "مقدمه درېم نمبر عدالت ته بدل شوې او ياد عدالت د روانې مياشتې په ۱۶م نېټه په مقدمه کې د لسو کسانو ضمانت ختم کړی دی او نن یې دا دوېم امر وکړو".
هغه زياته کړه د دوي نور خواستونه په عدالت کې دي او د بلې اورېدنې دپاره لا نېټه نه ده ټاکلی شوې.
په راؤ انوار تور دی چې هغه په کراچۍ کې د څلور نيم سوه نه زيات کسان په جعلي مقابلو کې وژلي دي.
نقيب مسيد ته د انصاف ورکولو دپاره پښتون ژغورنې غورځنګ د تېر کال راهسې مبارزه پېل کړې او د خپلو نورو غوښتنو په سر کې دا غوښتنه کوي چې راؤ انوار ته دې سزا ورکړی شي.