لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کراچۍ کې د پي ټي اېم احتجاجي پرلت دوام لري


پي ټي اېم کراچۍ احتجاجي ناسته. جنوري ۲۵، ۲۰۱۹

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کراچۍ کې احتجاجي ناسته دوام لري غورځنګ غوښتنې لري چې په کراچۍ کې دې د پي ټي اېم د غړو او پلويانو پرضدجوړې مقدمې ختمې کړی شي.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر نور الله ترين وايي دوي پينځه غوښتنې لري او د غوښتنو منلو پوره کېدو پورې به احتجاجي ناستې ته دوام ورکوي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي خپلې غوښتنې ويلي چې،

۱ـ په دوېم دسمبر د منظور پشتين کراچۍ ته د راتګ وروسته جوړې شوې مقدمې (اېف ايي ارې) دې ختمې کړی شي.
۲ـ عالمزېب محسود دې خوشی کړی شي.
۳ـ په سنټرل جېل کې بندي د پي ټې اېم درې نور غړي دې خوشي کړی شي.
۴ـ په سیند صوبه او په ځانګړي ډول په کراچۍ کې دې د پښتنو معاشي قتل عام بند کړی شي.
۵ـ د خېسور په پېښه کې دې د (حيات) کورنۍ ته انصاف ورکړی شي.

پي ټي اېم د کراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې د پرون زيارت، پنجشنبې د ورځې راهسې احتجاجي ناسته پېل کړې ده.

د پي ټي اېم احتجاجي ناسته په هغه ځای پېل شوې چرته چې تېر کال د نقيب مسید په جعلي مقابله کې د وژنې وروسته احتجاجي کېمپ جوړ کړل شوی ؤ.

په کراچۍ کې پي ټي اېم د اتوار، يکشنبې په ورځ اولسي غونډه کړې او د هغې وروسته په سبا له د پي ټي اېم فعاله غړی عالمزېب په کراچۍ کې نيول شوی ؤ.

د پي ټي اېم د احتجاج وروسته عالمزېب عدالت ته وړاندې کړی شوی او عدالت د څلورو ورځو دپاره په بدني ريمانډ پوليسو ته ورکړی دی.

نور الله ترين وايي د غوښتنو منلو پورې به د پي ټي اېم احتجاجي ناسته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG