لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني پوځ د آرمي پبلک سکول عدالتي کمېشن ته تر اوسه خپل بیان نه دی ورکړی


واشنګټن ـــ د پېښور د آرمي پبلک سکول د خونړۍ پېښې لپاره جوړ عدالتي کمېشن شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې په پېښه کې د وژل شویو ماشومانو د کورنیو په ګډون یو شمېر حکومتي او پوځي چارواکي هم د خپلو بیانونو ورکولو لپاره وربللي وو، خو پوځي چارواکو تر اوسه خپل بیانونه نه دي ورکړي.

عدالتي کمېشن د هغه مهال د صوبې د کور کمانډر پخواني لفټننټ جنرل هدایت الرحمن په ګډون له پینځو پوځي افسرانو غوښتي وو، چې په درو ورځو کې خپل بیانونه ورکړي، خو د کمېشن ویاند امریکا ږغ ته ویلي چې دغه پوځي چارواکي تر اوسه کمېشن ته نه دي ورغلي او نه یې خپل بیانونه ورکړي دي.

د عدالتي کمېشن ویاند عمران الله وایي، د کورنيو چارو مرکزي وزارت ورته باور ورکړی چې دغه پوځي چارواکي به راتلونکې اوونۍ خپل بیانونه ورکړي.

عمران الله وایي د پښتونخوا د هغه مهال د پولیسو مشر ناصر خان درانی، د کورنیو چارو سیکرټر اخترعلي شاه او نور د هغه مهال د پولیس افسران هم یې د خپلو بیانونو ریکاډولو ته ور بللي وو، چې وایي هغوی خپل بیانونه مخکې له مخې لا ورکړي دي.

د آرمي پبلک سکول د پېښې د پلټنې لپاره د وژل شویو ماشومانو کورنیو له تېرو څلورو کلونو د عدالتي کمېشن لپاره دوامداره غوښتنې کولې، چې بالاخر د 2018م کال په اکتوبر میاشت کې سپریم کورټ د پېښور هایکورټ د یو قاضي اشتیاق ابراهیم په مشرۍ دغه عدالتي کمېشن وټاکه.

عدالتي کمېشن تر اوسه د حکومتي چارواکو په ګډون د آرمي پبلک سکول په پېښه کې د وژل شویو ماشومانو د کورنیو او نورو شاوخوا 100 تنو عیني شاهدانو بیانونه اخیستي دي، خو وروستي نتایج به هله وړاندې کوي چې پوځي چارواکي هم خپل بیانونه ورکړي.

د 2014م کال د دسمبر په 16مه په پېښور چاوڼۍ کې دننه وسلوالو پر آرمي پبلک سکول د ترهګرۍ ډله ییز کړی وو، چې د شاوخوا 150 تنه یې وژلي وو او په دوی کې د سکول د استادانو په ګډون 132 ماشومان هم شامل وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG