دبشري حقونو دڅارنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل پخپل یو تازه راپور کې د سعوي عرب په زندانونو کې دبشري حقونو دپاره کارونکو میرمنو سره دبد چلند نه پرده پورته کړې اؤ ویلي یې دي په دغو میرمنو جنسي بریدونه هم شوي دي.
د ایمنسټي انټرنیشنل په راپور کې ویل شوي چې دسعودي په زندانونو کې په میرمنو دجنسي بریدونو ترڅنګ هغوئ ته د بجلۍ شاټونه ورکړل شوي اؤ دومره په ناترسه توګه په کوړو وهل شوي چې پخپلو پښو هم نه شي ودریدلی.
د برتانوي ورځپاڼې دي انډیپنډنټ له مخې ددې راپور مخې ته له راتلو وروسته دبرتانوي پارلیمان غړو په سعودي فشار راوړی چې هغوئ ته دسعودي زندانونو کې دبندي میرمنو د لیدنې موقعه برابر کړي.
دایمنسټي په راپور کې راغلي چې دبشري حقونو دپاره کاروونکو لږ تر لږه لسو میرمنو باندې تشدد شوی اؤ د پلټونکو په وړاندې هغوئ په زوره د یو بل په ښکلولو مجبوره کړل شوي دي.
ایمنسټي انټرنیشنل وایي پلټونکو یوې بندي میرمنې ته دروغ ویلي چې دهغې دکورنۍ ټول غړي مړه شوي اؤ له دې امله هغه تر یوې میاشتې په سخت خفګان کې پاتې شوې ده.
په دغه راپور کې راغلي چې یوه بله میرمنه په پټه بندي خانه کې ساتل شوې اؤ دغلته ورته دبجلۍ شاټونه ورکړل شوي، په کوړو وهل شوې اؤ اوس پخپلو پښو د ودریدو جوګه نه ده.
په سعودي عرب کې د تیرکال دمئ دمیاشتې راهسې حقونو دپاره د کارونکو دنیونې لړۍ روانه ده، په نیول شوؤ کې عزیزه الیوسف اؤ لجین الهذلول هم شاملې دي چې د ښځو د ډرائیونک په پلوۍ اؤ د سړو دبالادستۍ په ضد یې کمپائن کولو.
راپورونه وایي په دغو نیول شوؤ میرمنو نه خو تر اوسه مقدمې جوړل کړل شوي اؤ نه ورته قانوني اسانۍ ورکړل شوي دي.
دپاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې ددې راپور مخې ته له راتلو وروسته د برتانیې قانون سازاانو اؤ نړیوالو وکیلانو سعودي عرب ته خبرداری ورکړی چې باید دسعودي زندانونو کې بندي میرمنو سره دلیدنې دپاره هغوئ ته د روانې میاشتې تر پائ موقعه برابره کړي.
هغوئ ګواښ کړی چې که چرې سعودي دوئ ته بندي میرمنو سره له لیدنې موقعه ورنکړه نو نو د ایمنسټي په ګډون به د بشري حقونو دسازمانونو لخوا راټول کړل شوي د بدسلوکۍ تورونه ټولې نړۍ ته خپاره کړي