لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان وایي صدر ټرمپ ورڅخه دطالبانو خبرو ته په کښېنولو خوشحاله شوی


دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر ښاغلي فواد چوهدري ویلي دي دافغان طالبانو خبرو ته په کښینولو دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دپاکستان څخه خوشحاله دی اؤ پاکستان هیله لري چې دامریکا اؤ‌ طالبانو ترمینځ شوې خبرې به غوره پائیلې ولري.

دمتحده عرب اماراتو ورځپاڼې ګلف نیوز سره مرکه کې ښاغلي چوهدري ویلي دپاکستان لخوا دطالبانو خبرو ته په کښېنولو امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ دومره خوشحاله دی چې دپاکستان دپاره یې خپله تګلاره بدله کړې ده.

صدر ټرمپ چې تل یې په پاکستان دترهګرو ډلو د پاللو تورونه پورې کړي دوه میاشتې وړاندې یې دپاکستان وزیراعظم عمران خان څخه دیو لیک دلارې غوښتنه کړې وه چې دطالبانو دسولې خبرو ته کښېنولو کې باید پاکستان خپل کردار ولوبوي.

وروسته دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې دصدر ټرمپ په غوښتنه یې طالبان امریکا سره خبرو ته کښېنولي دي اؤ په دې وروستیو کې دامریکایي‌ چارواکو ترڅنګ افغان دولت هم طالبانو سره دسولې لړ کې دپاکستان د کردار ستائنه کړې ده.

په دې وروستیو کې ځېنو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي چې افغان سوله کې په ښه کردار ترسره کولو امریکه په احتمالي ډول پاکستان سره د د ایف ټي ای په نوم د سوداګرۍ تړون کولی شي خو پخپله مرکه کې دپاکستان داطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي” زه د ایف ټي ای په اړوند خبرتیا لرم خو په دې پړاؤ په دغه هکله څه ویل نه غواړم”

هغه وویل افغانستان کې دامن ټینګښت یوازې دامریکا نه بلکې دپاکستان هم په ګټه دی همدغه لامل دی چې پاکستان په خلاص مټ افغان سوله کې خپل کردار ترسره کوي.

تیره اوونۍ په قطر کې دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ دشپږو ورځنیو اوږدو خبرو وروسته ښاغلي خلیلزاد اؤ طالبانو دواړو دیلي وؤ چې د دوحې په خبرو کې په یو شمیر موضوعاتو پرمختګونه شوي دي.

ځېنو رسنیو دا دعوې هم کړي چې دقطر خبرو کې امریکا اؤ طالبان افغانستان کې په اوربند اؤ لنډمهاله حکومت په جوړولو صلاح شوي خو افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیرماښام افغان ولسمشر اشرف غني سره لیدنه کې ویلي وؤ چې دقطر مزاکراتو کې په لنډ مهاله حکومت هیڅ خبرې نه دي شوي اؤ نه د اوربند موافقه شوې ده.

XS
SM
MD
LG