لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د پاکستان د سوداګرۍ مارکيټ هند، ايران او چين نيولی


د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د ګډې خونې مشر زبېر موتي والا وايي د دواړو هېوادونو سوداګري د نيمې نه ډېره راټيټه شوې ده او په افغانستان کې د پاکستان د سوداګرۍ مارکيټ نورو هېوادونو نيولی دی.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، د افغانستان سره د "تورخم د پولې د ۲۴ ساعتونو د فعاله کولو دپاره يې اړونده حکومتي ادارو ته په راتلونکو شپږو مياشتو کې د اړينو ګامونو پورته کولو سپارښتنه کړې ده".

عمران خان په ټويټر ليکلي،"دا ګام به د وروڼو هېوادونو ترمنځ د تجارت او اولسي اړيکو په وده کې ګټور رول ولوبوي".

وي او ای ډيوه په خبرو کې موتي والا وویل د عمران خان د ګام د ستاينې وړ دی او د دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري سېوا شي ځکه چې پوله شپه او ورځ خلاصه وي نو تګ راتګ به پرې سېوا کيږي او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته یوه مهمه ستونزه په پوله د "لاسجسټک، ټرانسپورټي" ده.

خو نوموړی وايي عمران خان د دغه کار دپاره اوږده موده ياده کړې ده دا کار په مياشت يوه نيمه کې ترسره کېدی شي.

هغه وويل، د افغانستان سره د سياسي اړيکو له امله سوداګري تل د مشکلاتو ښکار شوې او په وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو سوداګري د ۲.۷ اربه ډالرو څخه د يو نيم ارب ډالرو نه نوره هم ټيټه شوې ده.

هغه زیاته کړه افغانستان چې د پاکستان دپاره تر ټولو نزدې او ګټور مارکيټ دی په تېره يوه موده کې يې د ۶۰ فيصدو څخه زيات د لاسه ورکړی دی.

هغه وويل "دغه ځای اوس هند، ايران او چين نيولی دی" که د دواړو هېوادونو اړيکې ښې وي نو سوداګري يې هم ورسره سېوا کيږي.

د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو سوداګر وايي د افغانستان سره په سوداګرۍ کې زیاتې مسلې د پاکستان لخوا جوړيږي، او سوداګري د سياسي اړيکو ښکار کولی شي.

افغان سوداګر وايي دوي ته د پاکستان د کاروباري ویزې په ترلاسه کولو کې ډېری ستونزې ورمخې ته وي او دوي ته په پاکستان کې په خپله د سودا اسانتياوې نه ورکړي کيږي.

موتي والا د افغان سوداګرو شکايت مني او وايي د پاکستان د واکمنو سره يې دغه ستونزه شريکه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG