لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په زوره دخلکو بې درکه کوونکو په ضد ولسي محکمو کې دمقدمو کولو پرېکړه


په پاکستان کې په زوره دخلکو دبې درکه کولو لړۍ کې دچټکتیا راتلو نه وروسته دپاکستان حکومت پرېکړه کړې چې نور به دهاغو خلکو په ضد په ولسي محکمو کې مقدمې کوي چې دعامو وګړو په بې درکه کولو کې ککړ وي.

دغه پرېکړه دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ هیواد کې د بشري حقونو داندیښمن وضعیت په بابله د اوچتې پایې یوه غونډه کې شوې ده.

له غونډې وروسته د وزیراعظم دماڼۍ نه خپور شوي یو بیان کې ویل شوي هرتن یا تنظیم که په زوره دچا دبې درکه کولو هڅه کوله هغه به جرم ګڼل کیږي اؤ ددې دپاره به پاکستان کې جرمونو دپاره ټاکل شوؤ سزاګانو کې بدلون کولی شي.

په پاکستان کې په پوځ اؤ نورو امنیتي ادارو دخلکو په زوره دبې درکه کولو تورونو کې ورځ تر بلې اضافه کیږي اؤ په دې اړوند په حکومت هم دپارلیمان دننه اؤ بهر سختې نیوکې روانې دي.

نزدې ورځو کې په سوشل میډيا په زرګونو فعالینو د وزیراعظم عمران خان یوه زړه ویډیو خپره کړې چې پکې هغه وایي” که زه اقتدار کې راغلم اؤ زما په حکومت کې کومې ایجنسۍ څوک په زوره بې درکه کړو نو بیا به یا زه یم اؤ یا هغه ایجنسي”

خو تیرکال پاکستان کې دعمران خان دحکومت جوړیدو راپدیخوا هم د جبري بې درکیو لړۍ تم شوې نه ده اؤ په پاکستان کې د محکمو اؤ مهمو دولتي ودانیو مخې ته روزانه دبې درکه خلکو وارثان دخپلو خپلوانو دبې درکیو په ضد په احتجاج لیدل کیږي.

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري رسنیو ته ویلي “دحکومت د اوسنۍ پرېکړې وروسته که هرچا وګړي پورته کول نو په ضد به ولسي محکمو کې مقدمې جوړولی شي”

تیره ورځ مېډېا سره خبرو کښې دپاکستان دیو ستر سیاسي ګوند پیپلز پارټۍ مشر بلاول زرداري دخلکو په زوره دبې درکۍ لړۍ کې په چټکتیا اندېښنه ښودلې وه اؤ ویلي یې وؤ د نړۍ په یو هېواد کښې هم څوک په زوره نه بې درکه کړل کیږي چې وروسته یې د مرګ او ژوند معلومات نه وي.

ویلي وؤ د بده مرغه په پاکستان کښې دغه پېښې دا ودرېدلو نوم نه اخلي.

اسلام آباد کښې یوې غونډې ته وېنا کښې دپاکستان دبشري حقونو مرکزي وزیرې شیرین مزاري تیره ورځ ویلي وؤ چې په زوره دخلکو دبې درکه کولو مخنیوي لپاره حکومت پاکستان پینل کوډ ېا د تعزېرات د قانونو مجموعه کښې د بدلون راوړو پرېکړه کړې ده.

پاکستان کښې د بې د درکه تنانو د لټون لپاره د جوړې یوې غېردولتې ادارې مشرې امنه مسعود وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي که دخلکو په درکه کوونکي ولسي محکمو کې مقدمې سورې کړل شي نو دې سره به د بې درکیو لړۍ تم شي.

پاکستان کښې وړاندې نه د خلقو په زوره د بې درکه کول پېښو سره تړلی کوم قانون نشته او د پارلېمان غړي او د بشرې حقونو تنظېونه د ډېر وخت راهسې د پاکستان د حکومت نه دغه قانون د جوړوولو غوښتنې کوې.

د بې درکه کسانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کمېشن وايي چې د کال ۲۰۱۱م راهسې دوی ٥ زره ٣ سوه ٦٩ کېسونه درج کړې دي چې پکښې ٣ زره ٦ سوه قضیې فیصله شوي خو اوس هم د دوؤ زرو نه دزېاتو بې درکه تنانو د مړ ژوندې درک نه لګې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د بشرې حقونو تنظېمونه بیا د بې درکه کسانو شمیرې په زرګونو کې ښایي

XS
SM
MD
LG