لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا دبهرنیو چارو مرستیالې وزیرې اشرف غني سره په افغان سوله خبرې کړي


دسویلي او مرکزي اسیا لپاره دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت مرستیاله ایلس ویلز دافغانستان په سفر کابل ته رسیدلې اؤ د افغان ولسمشر اشرف غني سره یې افغانستان کې دسولې په روانو هڅو خبرې اترې کړي دي

دافغانستان دصدارټي ماڼۍ د بیان له مخې دغه لیدنه کې میرمن الیس ویلز او ولسمشر غني دافغانانو په مشرۍ دسولې په پروسې،ترهګرۍ سره دمبارزې ، دافغانستان او جنوبي اسیا لپاره دامریکا په ستراتیژۍ او د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو بحث کړی خو ددغه بحث نور جزئیات یې نه دي په ډاګه کړي.

بل لوري ته تیره ورځ دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له یوشمیر پخوانیو چارواکو سره په کابل کې دسولې دمذکراتو په اړوند خبرې کړي دي.

سرچینې وایي زلمي خلیلزاد سره دسولې دخبرو په دې بحث کې دطالبانو دواکمنۍ دمهال دبهرنیو چارو پخوانی وزیر مولوي وکیل احمد متوکل او په پاکستان کې دطالبانو پخوانۍ سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف موجود وؤ.

په ورته وخت کې زلمي خلیلزاد ویلي دسولې په پروسه کې تراوسه په افغانستان کې ملي اجماع نه ده رامنځته شوې او ګڼې پیچلتیاوې وجود لري.

هغه دسولې دپروسې مخې ته دپرتو خنډانو لامل نړیواله، سیمه ییزه او دافغانستان په کور دننه دهمغږۍ نشتوالی ګڼلی دی.

نوموړي له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي په قطر کې له طالبانو سره دسولې په شوؤ خبرو کې پرمختګ شوی خو ددې ترڅنګ یې د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ دنیغ په نیغه مذاکراتو په ترسره کیدو ټینګار هم کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG