لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له کوټې تښتول شوی ډاکټر ابراهیم خلیل تښتوونکو خوشې کړی


دبلوچستان د سرښار کوټې نه پورته کړل شوی ډاکټر ابراهیم خلیل د ۴۸ ورځو دبې درکۍ وروسته تښتوونکو خوشې کړی اؤ هغه خپل کور ته رسیدلی دی.

ډاکټر خلیل تیرکال په ۱۳م دسمبر هغه مهال نامعلومو وسله والو پورته کړی ؤ چې هغه په ګاډي کې خپل کور ته روان ؤ.

د نوموړي ډاکټر دتښتونې په ضد دسیمې خلکو،دبشري حقونو سازمانونو اؤ ډاکټرانو کوټلي احتجاجونه کړي وؤ اؤ دهغه دتښتولو تور یې په استخباراتي شبکو پورې کولو.

نن(چهارشنبه) په ناساپي توګه دغه تښتول شوی ډاکټر په کوټه کې خپل کور ته رسیدلی خو تر اوسه یې هیڅ نه دي ویلي چې هغه چا اؤ چرته تښتولی ؤ؟

په سوشل میډیا د ډاکټر ابراهیم خلیل یوه تازه ویډیو هم خپره شوې چې پکې خبریالان دهغه څخه پوښتنې کوي چې باید حال ووایي چا تښتولی ؤ خو هغه په دغه هکله له څه ویلو ډډه کوي اؤ وایي اوس په ذهني توګه ډیر ګډوډ اؤ دڅه وئیلو جوګه نه دی،وروسته به هرڅه ووایي.

د ډاکټرانو دایکشن کمیټې مشر ډاکټر طاهر مندوخیل رسنیو ته ویلي ډاکټر خلیل اوس پخپل کور کې دی خو هغه هم له دې ویلو ډډه کړې چې هغه چا تښتولی ؤ؟

پاکستاني رسنیو د ډاکټر ابراهیم خلیل دخپلوانو په حواله ویلي چې تښتوونکو هغه د افغانستان دپولې ترڅنګ په چمن پوله کې خوشی کړی چې له هغې وروسته هغه په یو ټیکسي موټر کې کور ته راغلی دی.

دپاکستان دبیلابیلو برخو نه چې تر دې دمه څومره خلک پورته کړل شوي اؤ هغوئ بیا کورونو ته رسیدلي نو پکې زیاترو له ویرې غږ نه دی کړی چې دهغوئ په پورته کولو کې څوک ککړ وؤ اؤ یا بیا په کومو شرطونو خوشې کړل شوي دي.

دپاکستاني ډاکټرانو اتحادیه(پي ایم ای) وایي په تیره یوه لسېزه کې دبیلابیلو برخو څخه ۳۳ډاکټران تښتول شوي،۱۸هدفي وژنو کې وژل شوي اؤ ۹۰ نور د صوبې په پرېښودلو مجبور شوي دي.

دغه اتحادیه دا دعوه هم کوي چې تښتول شوي ټول ډاکټران دپېسو په بدل کې خوشې کړل شوي دي.

د ډاکټر ابراهیم خلیل د خوشې کیدلو دا خبرونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې تیره ورځ دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د اوچتې پایي یوه غونډه کې پرېکړه شوې چې نور به دهاغو خلکو په ضد ولسي محکمو کې دوسیې دائرولی شي چې د خلکو په بې درکه کولو کې ککړ وي.

د بې درکه کسانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کمېشن وايي چې د کال ۲۰۱۱م راهسې دوی ٥ زره ٣ سوه ٦٩ کېسونه درج کړې دي چې پکښې ٣ زره ٦ سوه قضیې فیصله شوي خو اوس هم د دوؤ زرو نه دزېاتو بې درکه تنانو د مړ ژوندې درک نه لګې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د بشرې حقونو تنظېمونه بیا د بې درکه کسانو شمیرې په زرګونو کې ښای

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG