دپښتو سترې سندرغاړې شکیله ناز ته هنري نړۍ کې په بیا قدم اېښودلو وتلو هنرمندانو اؤ لیکوالو تود هرکلی ویلی اؤ ویلي یې دي دهغې دسندرو د سردوباره پیل له امله به دسندرو په معیار دکیدونکو نیوکو مخه ونیول شي.
شکیله ناز ۲۸ کاله وروسته خپل نوی سندریز البم د “نوی ژوند” په نوم تیار کړی چې ټاکل شوې ده په راتلونکې اوونۍ کې یې دشاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانسته کیږي.
دپښتو وتلي سندرغاړي هارون باچا دغه البم دپښتو دمعیاري سندرو په کتار کې یوه ښه اضافه بللې او ویلي یې دي دشکیله ناز دمینه والو تنده به اوس دهغې په نوؤ معیاري سندرو پائ ته ورسیږي.
په ټولنیزو رسنیو خپل یو ویډیوي پیغام کې ښاغلي هارون باچا ویلي” ډیر دخوښۍ ځائ دی چې شکیله ناز د یوې اوږدې مودې له ځنډ وورسته دپښتو موسیقۍ میدان ته راځي،، زما په څير دهغې دغږ او هنر اؤ په ټوله کې دپښتو مینه وال دې دهغې دې ګام ته ډير خوشحاله دي”
هغه وایي “زه باوري یم چې دشکیله ناز دالبم خپریدو سره به هاغه نیوکې تر ډیره حده یوې خواته شي چې خلک یې په پښتو سندرو اؤ دهغې دشعر په معیار کوي”
سندرغاړی کرن خان هم دشکیله ناز بیا هنر نړۍ کې په قدم اېښودلو خوشحاله دی اؤ وایي دشکیله ناز دغږ مینه والو چې دهغې دغږ کومه تنده لرله،دهغې دنوي البم مخې راتلو سره به دغه تنده ماته شي.
پخپل ویډیوي پیغام کې کرن خان وايي شکیله ناز په خپل نوي سندریز البم کې دښو ښو شاعرانو سندرې اؤ غزلې ویلي چې دهغې مینه وال به پرې خوښ شي.
سندرغاړې مینه ګل اؤ بختیار خټک هم شکیله ناز ته هنري نړۍ کې په بیا ګام اېښودلو مبارکي ورکړې ده اؤ پخپلو پېغامونو کې یې ویلي چې دهغې دنوؤ سندرو سره به دپښتو هنر لمن نوره هم وغوړیږي اؤ پښتنو ته به یو خوږ اؤ ښکلی غږ بیا په لاس ورشي.
ددې ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو په زرګونو نورو پښتنو هم هغې ته په بیا ځلي سندرو پیل کولو مبارکۍ ورکړی دي.
شکیله ناز له وړاندې په ټولنیزه رسنۍ ټوئټر اعلان کړی چې د راتلونکې میاشتې اپریل په لمړۍ اوونۍ کې به خپل نوی سندریز البم نوی ژوند دخپلو مینه والو دپاره خپور کړي.
په متحده عرب اماراتو کې میشت تکړه لیکوال اؤ ژورنالست نظار یوسفزي تیره ورځ دشکیله ناز هنري نړۍ ته د بیا راتګ په ویاړ یو سندریز ماښامی راجوړ کړی ؤ چې پکې ګڼ شمیر نورو لیکوالو هم برخه لرله.
پر دغه مهال نظار یوسفزي اؤ نورو لیکوالو خوښي ښکاره کړې شکیله ناز بیا دخپل ژبې اؤ هنر خدمت ته دملا تړلو پرېکړه کړې ده.
دپښتونخوا دصوابۍ سیمې سره تعلق لرونکې تکړه سندرغاړې شکیله ناز د ټي وي، ریډیو، سټیج اؤ کیسټونو دپاره د۹۰مې په لسیزه کې په سلګونو سندرې ویلي چې زیاتې پکې مشهورې شوي اؤ دکلاسیک بڼه یې موندلې ده.
دهغې له خولې ویل شوې ځینې سندرې د وخت د لویو هنرمندانو ترڅنګ نوو هرمندانو هم په عصري یا جدیده بڼه ویلي چې یوه پکې دغزاله عنایت له خولې تیرکال ویل شوې دا سندره زیاته مشهوره شوې ” مکوئ مانه تپوسونه/ نکړم یاري ،نه په یارۍ پوهیږم مئېنه”
دشکیله ناز په نورو مشهورو غزلو اؤ سندرو کې دا لاندې سندرې اؤ غزلې ډیرې مشهورې شوي دي
بیا کډې باریږي، پړي واچول اوښانو کې/
……….
هسې په خوله وایم چې ښه تیریږي
……..
ما یې تماشه کړه خفه کیږې مورې څله
………
سترګو دجانان کې زما ښکلي جهانونه دي
………
که رسیدم،نه رسیدمه تلم