رويټرز د طالب او روسي سرچينو له قوله ويلي، روس د اشرف غني مخالف طالب مشران او افغان سياستوال بللي دي.
د خبر ترمخه روس غواړي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې خپل رول په ځای وساتي کوم څه ته چې امریکا د روس لخوا خنډ يا وران کاري وايي.
يو روسي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي، لوړ پوړي طالب استازي او افغان سياستوال به د ماسکو يو ورځنی سفر ورکړي.
د رپوټ ترمخه چارواکي ويلي په داسې حساسه وخت کې چې د افغان دولت چارواکي په دې ناسته کې شامل نه وي دا به ښه وي.
په کابل کې د روس سفارتخانې په دغه اړوند څه نه دي ويلي.
د دغو خبرونو چې د اشرف غني ناقدين چې پکې پخوانی صدر حامد کرزی هم شامل دی او دوي وايي چې د امريکې د دې اوږدې جګړې په ختمولو کې روس رول لوبولی شي، دې خبرونو د کابل حکومت او امريکا په قهر کړي دي.
يو امریکايي لوړ پوړ چارواکي ويلي، چې روس یو ځل بيا دا هڅه کوي چې د امريکې د سولې د خبرو په لار کې خنډان جوړ کړي او په افغانستان کې سياسي اړی ګړی جوړ کړي.
د رپوټ ترمخه د اشرف غني سخت ناقد محمد محقق، محمداسماعيل خان او عطامحمد نور چې په ۱۹۷۹ کې د روس پرضد جنګېدلي وو دوي به د ماسکو سفر کوي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند سهېل شاهين ويلي د محمد عباس ستانکزي په مشرۍ به پلاوی د ماسکو دوه ورځنی سفر وکړي.
ماسکو په تېر نومبر کې د افغانستان د جګړې د ختمولو د لارې لټولو په موخه يوه غونډه رابللې چې پکې طالبانو او د امریکې په شمول د ګڼو هېوادونو استازو ګډون کړی ؤ.
رويټرز دا خبر په داسې وخت کې خپور کړی چې د افغان سولې د خبرو دپاره ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په وروستيو کې د طالبانو سره په قطر کې خبرې کړي دي.
خليلزاد او طالبانو په خپله د دغو شپږو ورځنيو خبرو په اړوند ويلي چې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
د رويټرز ترمخه د خليلزاد او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د نوي ټاکل شوي مشر ملا عبدالغني برادر د خبرو بل پړاؤ هم په قطر کې په ۲۵ فرورۍ ټاکل شوی دی.