لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ایستلو کې سنجیده دی


واشنګټن ــــ افغان طالبانو ویلي چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ له افغانستانه د خپلو پوځونو په ایستلو کې سنجیده دی. طالبانو دا خبرې د ښاغلي ټرمپ د هغو خبرو په ځواب کې کړې چې وایي له طالبانو سره یې خبرې سمې روانې دي او که د سولې تړون یې ورسره وشي خپل ځواکونه به له افغانستانه وباسي.

افغان ولسمشر اشرف غني په وروستیو کې د امریکایي ځواکونو په وتلو اندېښنه څرګنده کړې او صدر ټرمپ ته یې په یوه خط کې وړانديز کړی چې ځواکونه په افغانستان کې وساتي او مصرف يې کم کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ له اې ایف پي خبري ایجنسۍ سره په خبرو کې ویلي، چې له امریکا سره تر تړون وروسته یې تمه ده چې "د ټولو افغانانو" په شراکت په افغانستان کې "اسلامي نظام" راولي.

"موږ به له بېلابېلو سیاسي اړخونو سره د هغو په ګډون چې په اوسني نظام کې شامل دي په ګډه د خبرو اترو په نتیجه کې یو نظام جوړوو، دغه نظام به د اسلامي چارو د پوهانو په فیصله، د خلکو د استازو او عالمانو په ګډون د "شورا" په بنیاد جوړېږي ".

ذبیح الله مجاهد ویلي چې د قطر په وروستیو خبرو کې هم د ولسمشر ټرمپ پر دې اراده خبرې شوې دي چې غواړي له افغانستانه خپل پوځونه وباسي:

"موږ د یوه اصولي چوکاټ پر جوړېدو سره متفق شو، چې، که عملي شي او امریکایان په اخلاص ګام واخلي او په حقیقت کې پر خپله خبره ودرېږي نو که خدای کول موږ هیله من یو چې امریکایان به له افغانستانه ووځي".

د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم روانه اوونۍ له طالبانو سره د تړون پر مسوده خبرې کړې دي، خو وایي په مذاکراتو کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په ګډون ګڼ شمېر خنډونه لا تر منځ پاته دي.

د طالبانو او امریکې تر منځ وروستۍ ناستې او د تړون په اړه ځینو مبهمو خبرو افغانان او ځینې څېړونکي اندېښمن کړي دي، ځکه هغوی ویره لري چې کېدای شي د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت تر منځ تر سولې مخکې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

ذبیح الله مجاهد اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي چې له امریکایي استازو سره راتلونکې ناسته به یې هم د قطر په پایتخت دوحه کې وي، چې وایي د فبرورۍ د میاشتې په 25مه به پیلېږي، خو امریکا ویلي چې له طالبانو سره به خبرو ته دوام ورکوي مګر نېټه یې نه ده ښوولې.

زلمي خلیلزاد د پنجشنبې- زیارت په ورځ پخپل ټویټ کې ویلي، چې د قطر په وروستیو خبرو کې دواړو غاړې د جګړې پر بندېدو او د ځواکونو پر وتلو مهم پرمختګ ته ورسېدل، خو وایي د دې دا مانا نه ده چې هر څه سر ته ورسېدل، ځکه چې وایي له طالبانو سره د اوربند او له افغان حکومت سره د کښېنستلو په اړه لا خبرې پاته دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG