لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول: پاکستان دې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهير 100 فيصده ملاتړ وکړي


د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري وايي، بايد د پاکستان حکومت د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د دغه هېواد د سولې د بهير 100 فيصده ملاتړ وکړي.

د کراچۍ په پرېس کلب کې خبريالانو سره په خبرو کې په پارلیمان کې د دوېمې غټې مخالفه ډلې مشر بلاول وويل،"پيپلز ګوند حکومت ته مشوره ورکوي چې د افغانستان په اړوند ډېر په سوچ سره قدم اخلي، او د افغانستان د مسلې چې کوم حل دی هغه د افغانستان په مالکيت او مشرۍ کې دی".

هغ وويل، "که د افغانستان په مالکيت او مشرۍ کې د افغانستان مسله هواريږي نو بيا پاکستان له د دې 100 فيصده ملاتړ کول پکار دي".

هغه زياته کړه پاکستان دې د افغانستان په اړوند د نړيوالې ټولنې د دې دريځ ملاتړ کوي چې د افغانستان په ملکيت او مشرۍ کې ترسره کيږي.

بلاول د افغانستان په اړوند د پاکستان د بهرنۍ پاليسۍ په اړوند وويل،

"بهرنۍ پاليسي په ځانګړي ډول د وزيراعظم او د هغه د کابيني په لاس کې وي، او په پارلیمان کې بايد په بهرنۍ پاليسۍ بحث او فېصلې هم هلته وشي خو د بده مرغه تراوسه چې د بهرنۍ پاليسۍ په اړوند څومره ګامونه پورته کړی شوي دي هغه زياتره په ټويټر بيانول کیږي".

بلاول وويل پاکستان له به ډېر احتیاط کول وي چې نړيوال ټولنه په سيمه کې ښکېل کيږي پاکستان دې د خپلو ګاونډيانو سره خبرې دوامداره ساتي او مونږ په افغانستان کې سوله ييز حل غواړو.

هغه وويل "دا وخت د افغانستان په اړوند روانو خبرو کې زما په خیال د افغانستان رول ډېر کم دی افغانستان ته د مشرۍ رول ادا کول پکار دي دا د پيپلز ګوند دريځ دی".

هغه وويل "طالبان چې د پاکستان ائين نه مني د هغو زغمل نه دي پکار، د افغانستان په خاوره د افغانستان خوښه ده چې د کومو قوتونو سره خبره کول غواړي خو زه افغان حکومت ته هم وايم چې کوم قوتونه په افغانستان کې دي او په پاکستان حملې کول غواړي په هغې د پاکستان خپل نظر دی".

په پاکستان کې د بې درکه کسانو د مسلې په اړوند پوښتنې ته په ځواب کې بلاول وويل،

"د بې درکه خلکو مسله د بشري حقونو بحران دی په يو هم جمهوري ملک کې د بنيادي بشري حقونو د سرغړونې اجازت نه وي او زه غواړم چې دا مسله زر تر زره هواره شي او زه په دې د عمران خان د حکومت سره کار کولو ته تيار يم".

هغه زياته کړه "دا مسله نه يواځې د سيند، بلوچستان او خېبرپښتونخوا ده بلکې د ټول هېواد مسله ده او څوک هم د خپلې بشري سرغړونې منلو ته تيار نه دی".

هغه وويل که په دې لار کې هر څه خنډ وي هغه دې لرې کړی شي او دا مسله دې هواره کړی شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنو کې يوه دا هم ده چې په زرګونو پښتانه بې درکه کړی شوي دي هغه دې عدالت ته وړاندې کړی شي.

بلاول د پاکستان تحریک انصاف په حکومت نيوکې وکړې چې په خپلو کړو ژمنو کې يې يوه پوره نه کړه.

هغه وويل فېصلې بايد پارلیمان وکړي او زياته يې کړه چې ټېکس لګول هم د پارلیمان کار دی، او پارلیمان په تېر کال کې شاته تلی بايد چې خپل ځای ته بيرته راشي.

په ملک کې د اتلسم ائيني بدلون او د ۱۹۷۳ د ائين په اړوند وويل د ساتنې دپاره به يې په سړکونو راووځي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG