لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان په ماسکو کې د افغان حکومت د سياسي مخالفينو سره ويني


طالبانو د اتوار، يکشنبې په ورځ ويلي، روس ته د افغان حکومت د سياسي مخالفينو سره ليدنې له پلاوی ليږي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه په ماسکو کې دوه ورځنۍ خبرې سبا د نهې، سه شنبې د ورځې څخه پېل کېدل ټاکل شوي دي.

ویل شوي په دې خبرو کې به د صدر اشرف غني سياسي مخالفين ګډون کوي خو د طالبانو سره د خبرو دپاره د افغان حکومت استازی به پکې ګډون نه کوي.

په ماسکو کې دغه خبرې په داسې وخت کې راجوړيږي چې په وروستيو کې طالب استازو په قطر کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره لیدلي وو.

د دغو شپږو ورځنيو خبرو په اړوند خليلزاد او طالبانو په خپله ويلي چې پرمختګ پکې شوی دی.

طالبانو وي او ای سره په خبرو کې پخلی کړی چې ماسکو ته به یې د قطر د دفتر استازی شېر محمد ستانکزی لاړ شي.

د ماسکو د ليدنې په غبرګون کې د افغانستان په راتلونکو صدارتي ټاکنو کې د اشرف غني لومړي مرستیال کانديد امرالله صالح ويلي دا د کابل دپاره د مايوسۍ خبره ده،

هغه ويلي، "دا خفګان سېوا کوي او ترهګر راغواړي، او دښمن ته خندا په ملي روح ګوزار دی".

راپورونه وايي د ماسکو په غونډه کې پخواني صدر حامد کرزي او عطا محمد نور د ګډون پخلی کړی دی.

د وي او ای د راپور ترمخه د ماسکو په ناسته د افغان دولت د نيوکو وروسته روس ځان د دې ليدنې نه وروستو کړی دی.

په کابل کې د روس سفارتخانې ویلي دا ناسته په روس کې د افغان ټولنې د شورا په نوم ډلې رابللې ده څوک چې په افغانستان کې سولې ته وده ورکوي.

په قطر کې د شپږ ورځنيو خبرو وروسته د طالبانو او زلمي خليلزاد دوېمه ناسته د روانې مياشتې په ۲۵م نېټه په دوحه کې ټاکل شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG