لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اتمر او کرزی د ماسکو په غونډه کې د څه لپاره ګډون کوي؟


واشنګټن ډي سي: افغان حکومت او کارپوهان د ماسکو په غونډه کې له افغان حکومت څخه پرته د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي امنیت د پخواني سلاکار او د جمهوري ریاست کاندید حنیف اتمر ګډون بې ګټې او بې ارزښته ګڼي.

ټاکل شوې ده، چې د افغان سولې په اړه دغه غونډه به د سې شنبې یا نهې په ورځ، چې د فیبروۍ له پنځمې نېټې سره سمون خوري د ماسکو په ښار کې جوړه شي.

محمد حنیف اتمر د ماسکو د غونډې په اړه یو ټویټ کې لیکلي:

"مونږ د هېواد د رهبرانو له یوې ډلې سره د ماسکو ناسته کې ګډون کوو، دا د ټول شموله بین الافغاني مذاکراتو په لاره کې مهم ګام بولو. مونږ به د اسلامي جمهوري نظام، د اساسي قانون له ارزښتونو او لاسته راوړنو چې ټول په هغو کې شریک یو او د ملي بنسټونو له سلامت څخه دفاع وکړو."

پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې اړه ټویټ کې لیکلي:

"ماسکو ته د یو ډله وطندوسته ملګرو سره سفر کوم تر څو د افغانانو ترمنځ مذاکراتو کې برخه واخلم چې په روسیه کې د افغاني ټولنې لخوا چمتو شوي. زه به د سولې، یوالي، حاکمیت، او مونږ ټولو ته د پرمختګ پیغام له ځانه سره یوسم."

خو د ولسمشر اشرف غني دفتر د ماسکو پر غونډې نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې افغان سیاستوال په دغې غونډه کې ددې لپاره ګډون کوي چې قدرت ترلاسه کړي.

د ولسمشر غني ستر سلاکار فضل فضلي په خپلې ټوېټر پاڼې باندې پدې اړه خواشني څرګنده کړې ده.

افغان سیاسي کارپوه مطیع الله خروټي له امریکا غږ ډیوې سره په خپلو خبرو کې وویل چې اتمر او كرزی د افغانستان انتخابات او د غني د تېرې څلور کلنې دورې لاسته راوړنو ته ضرر رسول غواړي.

هغه وړاندې وویل:

"اتمر او کرزی په راروانو ټاکنو کې د غني له بریا څخه وېرېږي او له همدې امله ددغو ټاکنو د کمزوره کولو لپاره له هرې ممکنه وسیلې څخه کار اخلي."

په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې کلتوري اتشه مجید قرار که څه هم د حامد کرزي په اړه څه نه دي لیکلي خو د ښاغلي اتمر د سفر په اړه يې په خپل ټوېټر باندې لیکلي دي.

"اتمر وايي، د روسیې په ناسته کې به د نظام دفاع وکړم. خو دا چې د سولې او جګړې په موضوع کې د نظام پرځای سیاسیون طرف شي دا په خپله د نظام بدترینه تخطي ده. لکه سړی چې فاحشه خانې ته د جمعې د لمانځه لپاره ولاړ شي."

افغان سیاسي کارپوه یونس فکور امریکا غږ ډیوې ته وویل:

"د مسکو ناسته، روسیې د خپلو سیاسي موخو لپاره جوړه کړې او که مسکو د افغانستان د امن له ټینګښت سره لیوالتیا درلوده نو باید په دې غونډه کې یې د جګړې د اصلي لورو ترمنځ خبرو ته اسانتیاوې برابرې کړې وای."

تر دې وړاندې طالب پلاوي د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره څو ځله خبرې وکړې او په دغو خبرو کې په یو ځل هم افغان حکومت ګډون نه درلود.

پوښتنه دا ده، چې طالبانو د تېرو ۱۸ کلونو په اوږدو کې نږدې ټوله جګړه د افغان حکومت او ولس پر خلاف کړې ده نو خبرې یې بیا له امریکا او روسيې سره د څه لپاره دي؟

ددغې خبرې د ثبوت لپاره، داه کافي دي چې په لسګونو زره افغان امنیتي سرتیري یواځې د ولسمشر اشرف غني د حکومت په دور کې وژل شوي دي او د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه ددې په پرتله په صفر کې حسابېږي.

مطیع الله خروټي امریکا غږ ډیوې ته وویل، د افغان سولې په اړه له روانو خبرو داسې جوتېږي چې طالبان هڅه کوي تر اوسه پورې په دغو خبرو کې زیاتره وخت د پاکستان غوښتنې راپورته کړي نه د دوی خپلې غوښتنې.

" د حیرانتیا خبره خو دا ده چې د طالبانو ستر مرکچي عباس ستانکزی وايي، د امریکایانو له وتلو وروسته باید افغان ملي امنیتي ځواکونه هم منحل کړای شي. دا بې منطقه غوښتنه د طالبانو نشي کېدای بلکه دا نېغ په نېغه د پاکستان غوښتنه ده. دا د پاکستان هغه غوښتنه ده چې د افغانستان د کمزوره کولو لپاره یې کوي او دې ته د رسېدو لپاره د لسیزو راهیسې په طالبانو کار او جګړه کوي."

د افغانستان د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي په ټوېټر باندې د ولسمشر اشرف غني له خولې لیکلي دي چې د سولې به پلمه به هېچا ته اجازه ورنه کړو چې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم ضرر ورسوي.

هغه د ولسمشر له خولې وړاندې لیکلي، چې خلک باید دا فکر له سر څخه وباسي چې ګواکې یوځل بیا به ټانکونه، الوتکې او نور وسایل د کباړو په څېر په ګاونډیانو باندې وپلوري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG