لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني سره د مائیک پمپیو ټیلي فوني تماس،دوامداره سوله کې دمرستې ډاډ یې ورکړو


دامريکا دبهرنیو چارو دمحکمې مرستيال وياند رابرټ پاليډينو ويلي دامريکا دبهرنو چارو وزير مايک پومپيو دافغان ولسمشر اشرف غنى سره ټیلي فوني اړیکه نیولې اؤ هغه ته یې افغانستان کې د امریکا له لوري د دوامداره سولې ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده.

د وياند له مخې په دغه مهال دبهرنو چارو وزير دافغانستان ولسمشر ته هغه هلې ځلې روښانه کړي چې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد تر اوسه کړي یا یې کوي

ښاغلي خلیل زاد په دې وروستیو کې حکومت مخالفه طالبانو سره څو ځله ناستې کړي اؤ افغانستان کې یې ورسره د دوامداره سولې په عمل خبرې اترې کړي دي.

خو طالبان دافغان دولت سره دنیغ په نېغه مزاکراتو څخه انکار کوي چې په دې افغان دولت نیوکي کړي اؤ وایي که طالبانو سره دسولې خبرې کیږي نو مشري به یې دافغانانو په لاسونو کې وي.

دامریکا دبهرنو چارو وزير مائیک پمپیو دافغانانو ترمينځ دمذاکراتو په ارزښت، دجګړې دخاتمې لپاره داوربند په کردار او دافغان حکومت ،نورو مشرانو او طالبانو لپاره دداسې ماحول په برابرولو ټينګار کړى چې پکې هغوي پخپل مينځ کښې کښيني او په سياسي هواري خبرې اترې وکړل شي.

دوياند رابرټ پاليډينو وينا ده دبهرنو چارو وزير په دغه ټیلي فوني اړیکه کې د٢٠٠١ء کال راهسې دافغان ولس لخوا د لاسته راوړنو په ارزښت ټینګار وکړو او افغانستان سره يې داوږد مهاله انډيوالۍ هیله څرګنده کړه.

بلخوا افغان ولسمشر اشرف غني پخپل يو ټويټ کې ويلي "دامريکا دبهرنو چارو وزير پومپيو په دې خبره زور راوړى چې دافغانستان په اړه دامريکا ژمنې او زمونږ ددايمي انډيوالۍ په اړه هيڅ بې باوري او شک نشته. "

افغان ولسمشر دپومپيو له قوله ويلي " زمونږ عسکري انډيوالې کوټلې ده او دبشپړې او دايمي سولې تر راتلو به دوامداره وي"

دافغانستان ولسمشر اشرف غني سره د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پږمپیو دا تماس په داسې حال کې نیولی چې تیره ورځ دافغان دولت سیاسي مخالفین اؤ طالبان د روس په پلازمینه ماسکو کې راتول شوي اؤ افغانستان کې دسولې په روانو هڅو یې خبرې اترې کړي دي.

تیره میاشت په قطر کې دطالبانو اؤ زلمي خلیلزاد ترمینځ دشپږو ورځو د اوږدو خبرو نه وروسته دواړو خواؤ څرګنده کړې چې په دغو خبرو کې یو شمیر پرمختګونه کړي دي خو لا کومې غوڅې موافقې ته نه دي رسیدلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG