لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال مېلر:افغان جګړه نه طالبان ګټلی شي اؤ نه امریکا


افغانستان کې دامریکایي اؤ‌ ناټو ځواکونو کمانډر جنرال اسکاټ مېلر ویلي دي چې نه خو امریکا اؤ نه طالبان په دې پوزیشن کې دي چې افغانستان کې روانه جګړه وګټي ځکه نو اړینه ده چې اوس دا ستونزه د سیاسي لارې هواره کړل شي.

دپاکستان د ډان ورځپاڼې دخبر له مخې ای بی سي نیوز سره مرکه ښاغلي سکاټ مېلر ویلي “زه دا ګڼم چې سیاسي خبرې اترې غوره دي،ځکه چې یو لوری یې هم په طاقت نه شي ګټلی اؤ چې کله یې څوک په پوځي طاقت نه شي ګټلی نو هلته بیا پکار ده چې تاسو دسیاسي هواري په لوري ګامونه واخلئ”

کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې ایا تاسې ګڼئ افغانستان کې دامریکایي جګړې په ختمولو کې طالبان یوه مهمه برخه تشکیلوي نو جنرال مېلر وویل” هو” همداسې ده

دامریکایي ځواکونو کمانډر ویلي افغانستان کې هیڅ یوه جګړه په داسې ډول پائ ته نه رسیږي چې ترهګرو ته به خوندي ځالې په لاس ورکړي.

نوموړي وویل” په کال ۲۰۰۱ کې مو نړۍ ته په ډاګه کړې وه چې مونږ افغانستان کې څه کوؤ اؤ په۲۰۱۹ کې هم هلته زمونږ ملي ګټې دي چې دهغې حفاظت ضروري دی”

په دې وروستیو کې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي د طالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ دسولې چټک هڅې پیل کړي اؤ څو کرته یې طالبانو سره مخ په مخ دسولې په اړوند خبرې اترې هم کړي دي.

امریکا اؤ طالبان دواړه مني چې د دوحې په خبرو کې یې مهم پرمختګونه کړي اؤ په ځېنو چارو توافق ته هم رسیدلي.

دمطبوعاتي راپورونو له مخې د دوحې په خبرو کې طالبانو اؤ امریکا په دې خبره صلاح کړې ده چې امریکا به خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي اؤ طالبان به امریکا ته ضمانت ورکوي چې دافغانستان خاوره به دامریکا په ضد کارول کیدلو ته نه ورکوي.

ددې ترڅنګ به طالبان دداعش اؤ القاعده مخه هم نیسي .

خو دافغانستان دولت دسولې په دغو خبرو کې د حکومتي استازیتوب په نشتوالي نیوکې لري اؤ دریځ یې خپل کړی چې په بیړه کې دافغانستان څخه دنړیوالو ځواکونو وتل به افغانستان کې نور جنجالونه اؤ جګړې رامینځته کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG