لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد: له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو نېټه نه ده ټاکل شوې


واشنګټن: امریکا د طالبانو هغه ادعا رد کړه چې تر مې میاشتې پورې به په افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتېرو نیمايي شمېر له دغه هېواد څخه ووځي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د شورو یا چهارشنبې په ماښام په یو ټویټ کې لیکلي:

"په دې وروستیو کې ما د طالبانو له ځینو چارواکو واورېدل چې ګواکې مونږ له افغانستان څخه د سرتیرو د وتلو کوم مهال ویش لرو. نن دوی خپله دغه ادعا بېرته اخیستې. ددې لپاره چې روښانه شي باید ووایم، چې د سرتېرو د وتلو لپاره هېڅ ډول مهال وېش یا تقسیم اوقات نه شته."

د افغان سولې په بهیر کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ځله مخکې هم په ټینګار سره ویلي وو، تر هغو چې په ټولو خبرو موافقه نه وي شوي نو په هېڅ هم موافقه نه ده شوې.

د دې ترڅنګ تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ویستلو پر نېټې هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې.

د بهرنیو چارو وزرات په یو بیان کې ویلي وو، چې د امریکا په پوځي ماموریت کې هر ډول بدلون به حالاتو ته په کتو راځي.

دا په تېرو څو مېاشتو کې د افغانستان په اړه د امریکا لومړی څرګند پیغام بلل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فیبروۍ په پنځمه نېټه د خپلې کلنۍ وینا پرمهال په افغانستان کې د سولې روانې خبرې ګټورې بللې وې او زیاته کړې یې وه چې د سولې خبرو له پرمختګ سره به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړي او د ترهګرۍ پر مخنیوي به تمرکز وکړي.

خو هغه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د نېټې په اړه څه نه وو ویلي.

د فرانسې خبري رسنۍ (اې اف پي) په خپل راپور کې تېره ورځ لیکلي وو، طالبانو د چهارشنبې په ورځ ادعا کړې چې امریکا ورسره د قطر په خبرو کې په دې موافقه کړې چې د اپرېل په پای کې به خپل نیمايي ځمکني سرتیري له افغانستان څخه وباسي او دغه بهیر له مخکې پیل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG