په اقتدار کې د راتلو نه وړاندې دبهرنیو پورونو اخستو دسخت مخالف وزیراعظم عمران خان حکومت د روان مالي کال په لمړیو شپږو میاشتو کې د دوؤ اربو اؤ ۳۰کروړو ډالرو پورونه اخستي.
دپاکستان داقتصادي چارو دڅانګې یا ډویژن د راپور له مخې تیرکال هم په دومره موده کې حکومت پینځه اربه اؤ ۹۰کروړه ډالر پورونه اخستي وؤ.
دپاکستان دتازه پورونو په اړوند دا راپور په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په ټولنیزو رسنیو دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په اقتدار کې دراتلو د وخت نه مخکې هاغه زړه ویډیو خلک په پرله پسې توګه خپروي چې نوموړي پکې ژمنه کړې وه چې “زه به ځان ووژنم خو دبهر نه خیراتونه اؤ پورونه ونه غواړم”
خو اوس چې دعمران خان حکومت دهیواد دخراب اقتصادي حالت له امله بهرنیو پورونو ته اړ دی دریځ لري چې هیواد په اقتصادي توګه تیرو حکومتونو ځپلی دی اؤ دهغه حکومت دمجبوریت له امله دبهر نه پیسې هیواد ته راوړي.
داقتصادي چارو دڅانګې په راپور کې ویل شوي حکومت دجولایي دمیاشتې نه تر دسمبر میاشت پورې۲.۳ اربه ډالر پورونه اخستي چې په هغې کې ۸۳ کروړه اؤ۶۰ لکه دچین څخه دي.
همدغه راز د کمرشل بانکونو څخه په شپړو میاشتو کې ۵۰کروړه ډالر،ایشیايي پرمختیايي بانک څخه ۳۳کروړه اؤ ۹۰کروړه ډالر اؤ داسلامي پرمختیایي بانک څخه ۲۷کروړه اؤ ۲۰لکه ډالر پورونه اخستل شوي دي.
تیرکال د دسمبر په میاشت کې دمالیاتي درجو ورکولو درېوؤ لویو ادارو څخه د” فچ ریټنګز”په نوم یوې ادارې دپورونو اخستو،د زر مبادلې د لږو ذخیرو،خراب اقتصادي وضعیت اؤ دغوښتل کیدونکو(واجب الادا) پیسو له امله دپاکستان درجه د “B” څخه “B نیګټیو" ته اړولې وه.
فچ ریټنګز ویلي وؤ راتلونکو لسو کالو پورې په پاکستان دبهرنیو پورونو د لا ختلو احتمال دی ځکه چې دپاکستان اؤ چین د اقتصادي لارې (سي پیک) څخه به د ګټې وټې یا لاسته راوړنو پیل د کال۲۰۲۰م څخه کیږي.
دغه ادارې احتمال ښودلی ؤ چې دروان مالي کال تر پائ دپاکستان په لاس کې د لرونکو ذخیرو کچه اوو اربو ډالرو ته رسیدلی شي.
د ادارې د لګول شوؤ اندازو له مخې په پاکستان کې د ګرانۍ کچه هم دتیر مالي کال د۳.۹ فیصدي څخه اوو فیصدو ته لوړیدلی شي