لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور کې دپي‌ ټي‌ ایم دګڼو فعالینو په ضد مقدمې،پروفیسرعمار ونیول شو


دپنجاب پولیسو دپښتون ژغورنې دغورځنګ دفعال غړي ارمان لوڼي په وژنه داحتجاج کولو له امله دمدني ټولنې فعال اؤ دلاهور دایف سي کالج پروفیسر عمار نیولی اؤ دپي‌ ټي ایم د ګڼو فعالینو خلاف یې مقدمې درج کړي دي.

درې ورځې وړاندې دپولیسو لخوا په درج شوې مقدمه کې ویل شوي چې د پي ټي‌ ایم د ۱۰۰نه نیولي تر ۱۵۰پورې فعالین د منظور پشتین په وینا راټول شوي وؤ اؤ دامنیتي اؤ حساسو ادارو ادارو په ضد یې شعارونه ورکول اؤ پاروونکې ویناګانې یې کولی.

پولیسو په ایف ایي ار کې قانوندان نثار صفدر،پروفیسرعمار،ریاض ،سیدعدیب،ظاهر بلوچ اؤ نور نومونه ورکړي دي.

تر دې وړاندې د هیواد دنورو برخو نه هم دپي‌ ټي‌ ایم یو شمیر فعالین اؤ دبشري حقونو دپاره په مبارزه بوخت تنان پولیسو د ارمان لوڼي‌ د وژنې په ضد داحتجاج پر مهال نیولي اؤ‌ په هغوئ یې تورونه لګولي چې پاروونکې ویناګانې یې کولې.

پروفیسر عمار چې دکیمبرج څخه یې لوړې زده کړې کړي دي پولیسو دشپې څلور بجې دخپل کور څخه نیولی.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر د هغه په کور دامینتي ادارې دکسانو لخوا د وهل شوې چاپې یوه ویډيو هم په ټوئټر خپره کړې ده په کوم کې چې لیدل کیږي ،ګڼ شمیر وسله په لاس کسان د هغه کور ته ورننوځي.

منظور پشتین لیکلي دي” دیو استاد په کور ځکه دشپې څلور بجې خلک ورخیژي چې هغه د پروفیسر(ارمان لوڼي) د وژنې په ضد احتجاج کې برخه اخستې وه دا څنګه انصاف دی”

د ارشد علي په نوم یو بل مدني فعال په ټوټیر لیکلي ددې مطلب داشو چې پاکستان کې اوس دهاغو خلکو دپاره ځائ‌ پاتې نه دی چې دبشر دحقونو دپاره غږ پورته کوي، هغه وایي اوس وخت رارسیدلی چې باید خلک خپل غږ پورته کړي ، مخکې له هغې چې بیا دخلکو دغږ پورته کولو دپاره هیڅوک پاتې نه شي.

په ټولنیزو رسنیو دپي‌ ټي ایم دکارکنانو په نیونه د تیرو څو ورځو راهسې چټک غبرګونونه مخې ته راروان دي خو حکومت، پوځ اؤ پاکستاني میډیا په دې هکله غلي پاتې دي اؤ خپل دریځ مخې ته نه راوړي.

تیره اوونۍ دبلوچستان ایالت په لورالایي سیمه کې د پي‌ ټي‌ ایي د یو مهم غړي پروفیسر ارمان لوڼي دپولیسو په لاس د وژل کیدلو نه وروسته په ټول پاکستان کې د پي‌ ټي ایم فعالین په احتجاجونو بوخت دي اؤ دپاکستان نه بهر هم پښتنو ددغه پېښې اؤ‌ دپي‌ ټي‌ ایم د فعالینو دنیونې په ضد احتجاجونه کړي دي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني اوړمه ورځ‌ پاکستان کې دبشري حقونو اؤ مدني ټولنې دفعالینو په ځورونه اؤ روانو احتجاجونو اندېښنه ښودلې وه اؤ پاکستان ته یې خبرداری ورکړی ؤ چې ددې نتیجې به دټولې سیمې دپاره ښې نه وي.

پاکستان داشرف غني دغه څرګندونې پخپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې اؤ د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ولسمشر غني ته ویلي چې دپاکستان په کورنیو چارو کې دلاسوهنې پځائ باید دخپل هیواد د وګړو دستونزو غم وکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG