د نقيب مسيد د وژنې د پېښې پلټونکي پوليس افسر عدالت ته ويلي د مقدمې يو مهم ګواه بې درکه شوی دی، پوليس افسر عدالت ته ويلي په مقدمه کې په ضمانت خوشي ملزمان انتهايي ظالم او چالاک دي.
د نقيب مسيد په وژنه تورن پخوانی پوليس افسر راؤ انوار او هغه سره نور شامل څلور کسان په مقدمه کې په ضمانت خوشي دي.
د مقدمې پلټونکي پوليس افسر اېس اېس پي ډاکټر رضوان احمدخان سيند هايکورټ ته په جمع کړي رپوټ کې خواست کړی چې کوم ملزمان په ضمانت خوشي دي د هغو ضمانت دې ختم کړی شي.
نوموړي پولیس افسر ويلي، "کوم ملزمان چې په ضمانت دي او نور ضمانت ترلاسه کول غواړي دوي انتهايي ظالم، چالاکه، بااثره او طاقتوره افسران پاتې شوي دي".
ډاکټر رضوان ويلي "که د ملزمانو ضمانت پوخ شو نو د دې خبرې قوي امکان دی چې دوي ګواښان د خپلې خبرې په شا کولی يا بې درکه کولی شي".
نوموړي عدالت ته دا هم ويلي، "د دغو ملزمانو د اثر دا ښکاره ثبوت دی چې یو مهم ګواه شهزاد جانګير يې نه يواځې د خپل بيان نه اړولی دی بلکې بې درکه کړی یې دی".
ويل شوي که د دوي ضمانت غځول کيږي نو دوي کولی شي چې نور ګواهان د خپلو بيانونو څخه واړوي او داسې کېدل مقدمه منطقي انجام پله رسېدو ته نه پرېږدي او د انصاف په لاره کې خنډ جوړېدی شي.
عدالت ته خواست شوی چې په ياده مقدمه کې د ملزمانو پرضد ډېر اغېزناکه تکنيکي او ډيجيټل شهادتونه موجود دي د کومو په رڼا کې چې ملزمانو ته سزا ورکړی کېدی شي.
او په خواست کې زياته کړی شوې چې د ملزمانو ضمانتونه دې ختم کړی شي او عدالت دې په دغه اړوند مناسب امر جاري کړي.
نقيب مسيد تېر کال د جنورۍ په ۱۳م نېټه د درېو نورو کسانو سره په کراچۍ کې په يوه جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی ؤ.
د هغه وخت د ملير ضلعې د پوليس مشر راؤ انوار په مشرۍ ترسره شوې دغه مقابلې ته د پوليس خپلې پلټنيزه ډلې جعلي وو.
د نقیب پلار بيا د راؤ انوار او هغه سره په نورو پوليسو مقدمه درج کړې وه دا پوليس سره د راؤ انواره پټ وو چې بيا ښکاره شوي او تېر کال د مقدمې په مهال د ترهګرۍ ضد عدالت دوي ته ضمانت ورکړی ؤ.
خو وروسته دا مقدمه د نقيب د پلار په خواست د ياد عدالت څخه سيند هايکورټ ته منتقل کړی شوی او اوس يې اورېدنه هلته کيږي.